رينا اميري له طالبانو وغوښتل چې معترضې ښځې دې له زندانه ازادې کړي

Photo: U.S. Special Envoy Rina Amiri via X

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو لپاره د امريکا ځانګړې استازې رينا اميري د بشري حقونو د نړيوالې ورځې په درشل کې له طالبانو غوښتي چې معترضې ښځې دې له زندانه ازادې کړي.

نوموړې نن (شنبه، ۱۸ د ليندۍ) پر خپله ايکس پاڼه ليکلي، چې طالبان دې ژوليا پارسي، منيژه صديقي، ندا پرواني، پريسا آزاده او د بشري حقونو ټول مدافعين چې «يوازې د افغانستان د خلکو د حقونو د دفاع په خاطر نيول شوي» ازاد کړي.

اميري ليکلي، چې دا خلک بايد د مجازات پر ځای وستايل شي.

پریسا ازاده، ندا پرواني، ژوليا پارسي او منيژه صديقي له څو اونيو راهيسې د طالبانو په بند کې دي.

په دې وروستيو کې د دې ښځو د نامناسب وضعيت او د ځينو د ناروغۍ په اړه راپورونه خپاره شوي دي.

د بښنې نړيوال سازمان وايي، چې دا ښځې د طالبانو په زندان کې له شکنجې او بد چلند سره مخ دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي د معاونت دفتر (يوناما) هم د «اوږدمهالو او خپلسرو» نيونو په اړه اندېښنه ښودلې او له طالبانو يې غوښتي چې د نيول شويو د روغتيايي درملنې، له کورنۍ سره د ليدنې او قانوني وکالت حقونه دې رعايت کړي.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه