اطلاعات روز: د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي ريچارډ بېنټ د بشري حقونو په نړيواله ورځ له طالبانو غوښتي چې د ښځینه معترضينو په ګډون دې د بشري حقونو مدافعين له بنده ازاد کړي.
نوموړي نن (يکشنبه، ۱۹ د ليندۍ) پر خپله ايکس پاڼه ليکلي: «زه له طالبانو غواړم چې د بشري حقونو د اعلاميې پنځه اويايمه کليزه دې د څلورو ښځينه فعالانو په ګډون چې د سپټمبر له ۱۹مې راهيسې نيول شوي او د بشري حقونو د هغو ټولو مدافعينو په ازادولو سره ولمانځي چې د بشري حقونو د دفاع له کبله نيول شوي.»
بېنټ ليکلي، چې د بشري حقونو د اعلاميې د کليزې په درناوي په هيواد کې دننه او له هيواده دباندې د افغانستان د بشري حقونو د هغو مدافعينو درناوی کوي چې د ټولو لپاره په انعطاف او کلک هوډ سره د برابرۍ، عدالت او کرامت لپاره مبارزه کوي.
ده ويلي: «هيڅوک بايد د بشري حقونو د دفاع په خاطر ونه نيول شي.»
پريسا ازاده، ندا پرواني، ژوليا پارسي او منيژه صديقي لږ تر لږه هغه څلور ښځې دي چې له څو اونيو راهيسې له طالبانو سره بنديانې دي.
په دې وروستيو کې د دې ښځو د نامناسب وضعيت او ناروغۍ په اړه راپورونه خپاره شوي دي.
د بښنې نړيوال سازمان وايي، چې دا ښځې د طالبانو په زندان کې له شکنجې او بد چلند سره مخ دي.
طالبان د دې ښځو په اړه څه نه وايي، چې ولې يې بنديانې کړې دي.
داسې ښکاري چې د طالبانو له لوري د دې ښځو د نيول کېدو يوازينی دليل د دې ډلې پر سياستونو اعتراض او حق غوښتنه ده.
طالبانو د افغانستان پر خلکو سخت بنديزونه لګولي دي. د دې بنديزونو زياته برخه پر ښځو او نجونو راټوله ده. اوس مهال د افغانستان ښځې او نجونې د زده کړې، کار او ازاد تګ-راتګ حق نه لري.
