اطلاعات روز: د افغانستان د معترضو ښځو د خوځښتونو ايتلاف وايي چې نړيواله ټولنه بايد د بشري حقونو له اسنادو سره سم، د خپلو تعهداتو پر اساس په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض مخنيوی وکړي او د افغانستان د ښځو او نجونو ملاتړ وکړي تر څو خپل حقونه تر لاسه کړي.
دې ايتلاف د لسم ډسمبر يا هم د بشري حقونو د نړيوالې ورځې په مناسبت په خپره کړې اعلاميه کې د بشري او ښځو د حقونو د نقض د مخنيوي په موخه د ملګرو ملتونو، بشري حقونو د بنسټونو او دولتونو په شمول د نړيوالې ټولنې د عملي او اغېزناکو اقداماتو غوښتنه کړې.
د معترضو ښځو د خوځښتونو ايتلاف ويلي، په داسې حال کې چې نړۍ په ټولو انساني حقونو کې د ښځې او نارينه د برابرۍ خبره کوي خو د افغانستان ښځې نن د زده کړې، کار، سياسي ګډون، ازادۍ، ټولنيزو غونډو او اعتراضونو د کولو له طبيعي او ابتدايي حقونو محرومې دي.
دې ايتلاف ويلي چې د دې محروميتونو پر خلاف د ښځو اعتراض او حق غوښتنې ته د طالبانو ځواب وېرول او ګواښ، سخته ځپنه، خپلسرې نيونې او زندان، شکنجه او قتل و.
اوس مهال لږ تر لږه څلور معترضې ښځې له څو اونيو راهيسې د طالبانو په زندان کې دي.
په دې وروستيو کې د دې ښځو د نامناسب وضعيت او ناروغۍ په اړه ځیني راپورونه خپاره شول.
پرون د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي له طالبانو وغوښتل چې د بشري حقونو نړيواله ورځ دې د معترضو ښځو په شمول د بشري حقونو د ټولو مدافعينو په ازادولو سره ولمانځي.