د افغانستان لپاره د ایټالیا سفارت د شارژدافیرې او متقي ترمنځ د «بشري مرستو د زیاتوالي» په اړه خبرې

اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د دې وزارت سرپرست امير خان متقي په کابل کې د افغانستان لپاره د ايټاليا سفارت له شاژدافيرې «ناتالیا کوینتاویل» او مل پلاوي سره کتلي دي.

د طالبانو د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال وياند حافظ ضيا احمد نن (پنج شنبه، ۲۳ د ليندۍ) پر خپله ايکس پاڼه ويلي، چې په دې ليدنه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د راپور، له پاکستانه د جبري ايستل کېدونکو کډوالو، بشرپالو مرستو د زياتوالي، روغتيايي او کرنيزو همکاريو، د ايټاليا د نابشپړو شويو پروژو او بېلابېلو دوه اړخيزو موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي.

ايټاليا تراوسه کابل ته د خپل سفير د سفر او له طالبانو سره يې د ليدنې په اړه څه نه دې ويلي.

د دې هيواد سفارت د طالبانو تر واکمنېدو وروسته قطر ته وړل شوی دی.

همدا راز په روم کې د افغانستان په سفارت کې هم د پخواني حکومت ټاکل شوی ډيپلوماټ کار کوي.

څه موده وړاندې له طالبانو سره په روم کې د افغانستان د سفير خالد زکريا د تعامل ادعا شوې وه، خو نوموړي دا ادعا رد کړه.