سویل ختيځ زون کې د کال لومړنۍ واوره؛ بزګران ورته خوښ دي

اطلاعات روز: د سویل ختيځ زون په پکتيا او پکتيکا ولايتونو کې له تېرې ورځې راهيسې د واورې ورښت پېل شوی او دا د کال لومړۍ واوره بلل کېږي.

د دغو ولايتونو بزګران وايي، سختې وچکالۍ اندېښمن کړي و او د واورې په ورښت د خوښۍ احساس کوي.

دوی زياتوي چې د وچکالۍ له امله نه يوازې د کرنې برخه زيانمنه شوې، بلکې د ځمکې اوبه هم ورسره ښکته تللې دي.

په پکتيکا ولايت کې يو بزګر حاجي ريیس د ژمي ورښت د راتلونکي پسرلي لپاره تر نورو ګټور بولي او وايي، په دې سره به په غرونو کې د اوبو زېرمې خړوبه او هم به ورسره موسمي ناروغۍ راکمې شي.

هغه وايي: «واوره خو ډېره ګټوره ده، ځکه د باران اوبه ځمکې ته دومره ګټه نه رسوي څومره چې واوره په غرونو کې زېرمې پرې ډکيږي او بل اوس کې ناروغي چې زياته شوې وه هغه د وچکالۍ له امله وه.»

د پکتيکا ولايت يو بل اوسېدونکي داوود اطلاعات روز سره خبرو کې د واورې ورښت پر مهال د نويو راستنېدونکو کډوالو په اړه بيا اندېښنه څرګنده کړه او د طالبانو له حکومتي مسوولينو يې غوښتنه وکړه، چې له دغو کډوالو سره په دې سختو شرايطو کې بېړنۍ مرستې وکړي.

بزګران د واورې ورښت ته په داسې مهال د خوښۍ څرګندونه کوي چې روان کال پکتيکا کې  د وچکالۍ له کبله ځينې مالدارۍ هم له منځه تللي، د اوبو ځينې زېرمې وچې شوي او هم يې په کرنې برخه منفي اغېز کړی دی.