د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر داعش ډله د مذهبي جګړې د رامنځته کیدو مسووله بللې او پر ځپل کیدو یې ټینګار کوي

اطلاعات روز: د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم کونړ ولایت ته د سفر پرمهال د داعش ډلې پر ځپل کیدو ټینګار کړی دی.

نوموړي تېره ورځ (شنبه، ٢٥ د لېندۍ) د کونړ  په سید جماالدین افغان پوهنتون کې د ځینې پروژو د پرانیستې پر مهال یوې غونډې ته د وینا پرمهال داعش وسله واله ډله په هیواد کې د قومونو ترمنځ د مذهبي جګړې، نفاق او ګډوډۍ رامنځته کیدو مسووله بللې ده.

نوموړي ویلي، په ټول هیواد کې داعش ډله ځپل شوې او د هغوی د فعالیتونو د مخنیوي په برخه کې یې له طالب چارواکو سره د عام ولس همکاري مهمه بللې ده.

ندیم ویلي:«داعش ډله د ولس ترمنځ نفاق رامنځته کوي له ټول هېواد څخه د خوارجو ټغر ټول شوی او یاده ډله ځپل شوې، خو د لا مخنینوي برخه کې د خلکو  همکاري مهمه ده، له خلکو غواړو چې په هره سیمه کې داعش وسله وال ووینې په بې رحمۍ سره یې وځپي او یا طالب سرتیرو ته خبر ورکړئ.»

ندیم دغه راز زیاته کړې، د دین او هیواد دښمنانو پر وړاندې یې د بریا راز په دې کې دی چې په افغانستان کې یوازې یو حنفي مذهب دی او د هېواد ټول وګړي د همدې مذهب پیروان دي.

له دې وړاندې طالب چارواکو ویلي و، چې په هیواد کې یې داعش ډله ځپلې او اوسمهال له دوی سره د مخامخ جګړې کولو او فعالیت توان نه لري، خو اوس د لوړو زده کړو وزیر له خبرو انګیرل کیږي چې ګواکې داعش ډله لاهم د طالبانو حکومت لپاره لوی سرخوږی دی.

له دې وړاندې هم په کونړ، نورستان، ننګرهار او د هیواد په ځینو سیمو کې د داعش ډلې د بیا فعالیت راپورونه ورکړل شوي وو.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته