اطلاعات روز: کندهار ښار کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي، چې د دې ښار د نهمې حوزې اړوند سیمه کې د اوسیدو یوې خونې د نړېدو له کبله څلور ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
پولیس زیاتوي، چې دا پېښه نن سهار (چهارشنبه، ۲۹ د لیندۍ) د کندهار ښار د نهمې حوزې اړوند «غني خان» مېنه کې رامنځته شوې او په کې د محمد اشرف په نوم د یو سړي څلور واړه اولادونه مړه شوي دي.
د دوی په خبره، په مړ شويو ماشومانو کې يو هلک او درې نجوني دي، چې د خوب پر وخت پرې خونه نړیدلې ده. پولیسو د خونې د نړیدو د لامل په اړه څه نه دي ویلي.
د طالب پوليسو په وينا، محمد اشرف د کندهار ولايت د نېش ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی دی او له څه مودې راهيسې له خپلې کورنۍ سره کندهار ښار ته راغلی و.
کندهار کې خټین او غیر معیاري کورونه ډیر کله د داسې پیښو د رامنځته کیدو لامل ګرځي.
