عکس: آمریت نشرات دانشگاه کابل

د امريکا استازی: د افغانستان د راتلونکې په خاطر بايد زده کړو ته د ښځو لاسرسی لومړيتوب ولري

اطلاعات روز: د افغانستان په چارو کې د امريکا ځانګړي استازي توماس ويسټ په پوهنتونو کې د ښځو پر زده کړو د بنديز د يو کلن کېدو په مناسبت ويلي چې د افغانستان د راتلونکې او په سيمه کې د ټيکاو په خاطر بايد زده کړو ته د ښځو لاسرسی لومړيتوب ولري.

ده تېره شپه (چهارشنبه، ۲۹ د ليندۍ) پر ايکس ليکلي چې طالبانو يو کال وړاندې په پوهنتونو کې د ښځو پر حضور نه دفاع کېدونکی بنديز ولګاوه.

توماس ويسټ ليکلي چې ده له کومو افغان وګړو سره خبرې کړې دي، په بشپړه توګه يې درک کړې چې افغانستان په راتلونکې کې ښځينه ډاکټرانو، انجينرانو، سوداګرو او ښوونکو ته اړتيا لري، تر څو پرمختګ وکړي او پر خپلو پښو ودرېږي.

ده ليکلي: «د افغانستان د راتلونکې او په يوه باثباته سيمه کې د خپلو ګټو په خاطر بايد په ټولو کچو کې زده کړو ته د ښځو لاسرسی زموږ د لومړيتوبونو مرکز وي.»

طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته لومړی تر شپږم ټولګي د لوړو نجونو په وړاندې د ښوونځي دروازې وتړلې او تېر کال يې همدا وخت په پوهنتونو کې د ښځو پر زده کړو بنديز ولګاوه.

دا ډله وايي چې د ښځو د زده کړو او کار په تړاو د خپلو رهبر امر ثاني ته منتظر دي، خو څرګنده نه ده چې دا امر به کله ورکول کېږي.

طالبانو تېر ځل هم د خپلې پنځه کلنې واکمنۍ پر مهال ښځو او نجونو ته د زده کړو او کار اجازه نه وه ورکړې.