اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې انسان تښتوونکو یو څلور کلن ماشوم له اختطاف کولو وروسته وژلی دی.
د وژل شوي ماشوم یو نږدې خپلوان مجیب الرحمن وایي، چې وژل شوی ماشوم محمد الیاس نومیده چې د تېرې لېندۍ میاشتې په ٣٠مه نېټه د جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې اړوند «قصبې» سيمې څخه اختطاف شوی و او نن (یکشنبه، ۳ د مرغومي) یې جسد خپلوانو په یاده سیمه کې موندلی دی.
نوموړی زیاتوي انسان تښتوونکو د یاد ماشوم له کورنۍ څخه د دومره زياتو پېسو غوښتنه کوله، چې هغوی يې د ورکولو توان نه درلوده، نو ځکه يې وژلی دی.
ننګرهار کې طالب چارواکي هم یاده پېښه تاییدوي او وایي، چې د یادې پېښې د عاملینو د نیولو هڅې یې پېل کړي دي.
په همدې حال کې د ننګرهار اوسېدونکي په دې وروستیو کې هدفي وژنو او د انسان تښتونې پېښو اندېښمن کړي او له طالبانو څخه غوښتنه کوي چې په اړه يې جدي اقدامات وکړي.
د خلکو په خبره انسان تښتوونکي د شتمنو خلکو ماشومان تښتوي او بيا يې په بدل کې دومره زياتې پېسې ورڅخه غواړي چې هغوی يې د ورکولو توان نه لري.