Photo: U.S. Special Envoy Rina Amiri via X

رينا اميري: د ښځو پر کار بنديز د بشري مرستو د رسولو بهير له جدي ګواښ سره مخ کړی

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امريکا ځانګړې استازې رينا اميري په غير دولتي بنسټونو کې د طالبانو له لوري د ښځو پر کار د بنديز په يو کلن کېدو سره ويلي، چې دې بنديز د بشرپالو مرستو رسولو بهير له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

نوموړې تېره شپه (يکشنبه، ۳ د مرغومې) پر ايکس په خپله پاڼه ليکلي، چې د هغو احکامو د لغوه کېدو د غوښتنو ملاتړ بايد وشي چې يو کال وړاندې يې په زده کړو او کار کې د ښځو پر ګډون بنديز لکولی دی.

اميري ليکلي: «په غير دولتي [بنسټونو] او ملګرو ملتونو کې د افغان ښځينه کارمندانو پر [کار] د طالبانو له لوري بنديز د حياتي بشرپالو مرستو د وړاندې کولو په بهير کې جدي ګواښ دی.»

د طالبانو د اقتصاد وزارت تېر کال د جدې پر درېيمه د يوه مکتوب په خپرولو سره په غير دولتي او نړيوالو بنسټونو کې د ښځو پر کار کولو بنديز ولګاوه.

دې ډلې د دې فرمان تر ورکولو يو څه وخت وروسته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې هم د ښځو پر کار کولو بنديز ولګاوه. دا دفترونه اوس مهال په افغانستان کې اړمنو ته مرستې رسوي.

د ملګرو ملتونو په وينا، د مرستې رسولو په بهير کې د ښځو پر کار بنديز منفي اغېزې کړې دي.