ننګرهار کې د الیاس نومې ماشوم «قاتل» ووژل شو

اطلاعات روز: په ننګرهار کې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي خبر ورکوي چې دې ولایت کې یې هغه اختطاف کوونکی وژلی چې یوه اونۍ وړاندې یې د الیاس په نامه یو کوچنی ماشوم له اختطاف کولو ورورسته په بې رحمانه ډول وژلی و.

د ننګرهار د امنيې قومندانۍ لپاره د طالبانو د امنیتي چارو مرستیال محمد طاهر مبارز نن (پنجشنبه، ٧ د مرغومې) ماښام رسنیو ته ويلي چې طالب ځواکونو د ځانګړو عملیاتو پر مهال د الیاس مومند «قاتل» وژلی دی.

نوموړي نه دې ويلي چې دا عمليات يې چيرته او د کومو معلوماتو پر اساس ترسره کړي او نه هم روښانه ده چې دا کس له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی او که طالبانو تر نيولو وروسته بې له محکمه کولو وژلی دی.

د یادونې وړ ده چې یوه اونۍ وړاندې د جلال اباد ښار د څلورمې ناحیې په قصبې سیمه کې د الیاس مومند په نوم یو شپږ کلن ماشوم انسان تښتوونکو وروسته له هغې په بې رحمانه ډول وژلی و چې له کورنۍ یې د خوشې کیدو په بدل کې د زیاتو پیسو غوښتنه کوله خو کورنۍ یې د ورکړې توان نه درلود.

د وژل شوي الیاس پلار هم څو ورځې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې له طالبانو د خپل وژل شوي زوی د قاتلینو د نيولو او هغوی ته د مرګ سزا غوښتنه کړې وه.