سږکال کندهار کې پر ۲۰۰۰ هکټاره ځمکه پنبه کرل شوې

اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو د کرنې ریاست مسوولین وایي، چې سږکال د دې ولایت په لسو ولسوالیو کې پر شاوخوا دوه زره هکټاره ځمکه پنبه کرل شوې چې د تېر کال په پرتله یې کښت کې ۶۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

کندهار کې د طالبانو د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند ننګیالی سمون وایي، چې تېر کال د دې ولایت په شپږو ولسواليو کې پر ۱۲سوه هکټاره ځمکه پنبه کرل شوې وه، خو په خبره یې چې سږکال یې په کښت او حاصلاتو کې نږدې دوه برابره زیاتوالی راغلی دی.

هغه وویل: «سږکال په ډنډ، دامان، ارغنداب، ارغستان، پنجوايي، معروف، شاوليکوټو او ښکته او لوړ ميوند ولسواليو کې کروندګرو د پنبې کښت ته مخه کړې چې د اټکل له مخې به ترې يو ميليونه ټنه مالوچ راټول کړي.»

بلخوا کندهار کې کروندګر وایي، چې سږ کال یې حاصلات زیات، خو بیې یې ټیټې شوې دي.

حبیب الله چې پر خپل لس جريبه ځمکه یې پنبه کرلې وايي، راټول کړي حاصلات يې په ډيره ټيټه بيه پلورلي دي.

نوموړي زياته کړه: «د پنبې بوټي څخه غوړي، کنجاړه، صابون، خپله پنبه ترلاسه کولای شو، خو مرضونه يې ډير وو، شفته کوي، پخوا مو پنبه په ۱۲۰۰ خرڅوله اوس ېې خرڅولو ته زړه نه شو ښه کولای.»

دغه راز یو بل کروندګر شفیق الله بیا پنبه د کوکنارو ښه بدیل بولي، خو په خبره یې چې بهرنیو بازارونو ته د نه لاسرسي له کبله یې بیه تر پخوا کمه شوې ده.

ده وويل: «پخوا موږ يو من صفا پنبه په ۱۲۰۰ يا ۱۰۰۰ کالدارې پلورله، خو سږکال تراوسه پورې د پنبې بازار په ۸۰۰ کالدارې کې روان دی لا نه دی لوړ شوی.»

په هیواد کې دننه د بازار نشتون او بهرنیو هیوادنو ته د پنبې د صادراتو کمښت د دې لامل شوي چې په ټول هیواد کې د پنبې بیې کمې او کروندګر د ګټې پر ځای تاوان وکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته