لوګر کې يو سوداګر د ۶۰۰ نجونو لپاره د وړيا ديني او عصري زده کړو مرکز جوړ کړ

اطلاعات روز: په لوګر ولايت کې د طالبانو د پوهنې رياست وايي، د دغه ولايت په مرکز پل عالم کې يو سوداګر ۶۰۰ نجونو ته د ديني زده کړو لپاره يو مرکز جوړ کړی دی.

لوګر کې د طالبانو د پوهنې رياست نن (شنبه، ۹ د مرغومي) په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د «دارالقران» په نوم دغه مرکز د پل عالم اړوند په غيرت اباد سيمه کې د محمد اکبر اتل په نوم سوداګر په مالي ملاتړ جوړ شوی، چې د نورو اسانتياوو سربېره ورته ديني او نور درسي کتابونه، قرطاسیه او ژمنۍ البسه هم برابره شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي چې په ياد مرکز کې د ديني زده کړو سربېره نجونو ته د ښځينه ښوونکو له خوا عصري زده کړې هم ورکول کېږي.

محمد اکبر اتل له دې وړاندې په خپله سيمه کې سلګونه هلکانو او نجونو ته يو ښوونځی هم په خپل شخصي لګښت جوړ کړی دی.

خلک په داسې مهال په خپلو سيمو کې نجونو ته د زده کړو زمينه برابروي، چې له تېر شاوخوا دوه نيم کلونو راهيسې د طالبانو له خوا له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو ته د تګ مخه نيولې او لاهم په دې برخه کې ټاکلی وخت نه دی څرګند شوی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته