کندهار کې د «ښه کتاب او ښه ژوند» تر عنوان لاندې د کتابونو  نندارتون جوړ شو

اطلاعات روز: کندهار کې د مطالعې فرهنګ دودولو په موخه د «ښه کتاب او ښه ژوند» تر عنوان لاندې د کتابونو درې ورځنی نندارتون جوړ شوی دی.

کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي انعام الله سمنګانی نن (یکشنبه، ۱۰ د مرغومي) د دې نندارتون په پرانیسته کې وویل، چې د دې نندارتون څخه يې موخه کتاب او مطالعې ته د ځوانانو هڅول دي.

سمنګاني ياد نندراتون مطالعې ته د ځوانانو د هڅونې ښه فرصت وباله او له ټولو قشرونو یې وغوښتل چې د دې فرهنګ په لا دودولو کې ورسره په دغه نندارتون کې ونډه واخلي.

هغه وویل: « په اوسنۍ نړۍ کې هغه ټولنې چې هغوی ظاهرأ ډير پرمختګونه کړي هغوی له کتابونو سره ډيرې ښه رابطې لري، هغوی له کتابونو سره ډيره مينه لري او هلته کتاب ډير قدر لري، هغه ټولنې چې ډيرې شاته پاتې شوي دي، يو د شاته پاتې کېدو له عواملو او دلايلو څخه د هغوی له کتابونو سره رابطې پرې شوي دي او کتابونو سره رابطې نه لري.»

په همدې حال کې د دغه نندارتون ګډونوال سميع الله وايي، چې د ځوانانو او کتاب ترمنځ فاصلې زياتې شوي او په وينا يې چې د دغه ډول نندارتونونو په جوړېدو سره به څه ناڅه ختمې شي.

هغه وويل: «موږ له خپلو ملګرو سره دې نندارتون ته راغلي يو دا د ځوانانو لپاره يو ښه فرصت دی، ټول خلک له دغه ځايه په ټيټ قيمت ډير ښه کتابونه رانيولای شي، حکومت دې په اطلاعات او فرهنګ رياست کې د ځوانانو لپاره د کتابونو نندارتونونه جوړ کړي.»

دغه راز د مطالعې مينوال سيف الله زياتوي، چې له تېرو تحولاتو سره يو وخت د اقتصادي او ورته نورو ستونزو له امله د کتاب سره د خلکو فاصله زياته شوې دي.

سيف الله وویل: «دغه ډول نندارتونونه که په مکتبونو او مدرسو کې جوړ شي ډير تاثيرات به ولري، زموږ ځوانانو مطالعه يوازي تر مکتب او پوهنتون پورې محدوده کړې، خو يو ښه کتاب واقعن هم زموږ ښه ملګری کېدای شي او ښه ژوند ته موږ هڅولای شي کوم کسان چې مطالعه کوي د رواني ستونزو څخه هم خلاص دي.»

یاده دې وي، چې په دې نندارتون کې د کتاب مينه‌والو لپاره د پښتو، فارسي، انګليسي، عربي او نورو  بېلابېلو ژبو کتابونه نندارې ته ایښودل شوي وو.