ارشیف

په لغمان، سمنګان او بدخشان کې ترافيکي پېښو ۳۰ تنه ژوبل کړي او د طالبانو يو غړی مړ دی

اطلاعات روز: په لغمان، سمنګان او بدخشان کې د څلورو ترافيکي پېښو له امله ۳۰ تنه ژوبل شوي او په بدخشان کې د موټر د اوښتو له وجې د طالبانو يو غړی مړ شوی دی.

د لغمان لپاره د طالبانو د امنيې قومندانۍ وياند يونس يوسفزی وايي چې نن (دوشنبه، ۱۱ د مرغومې) مازیګر څلور بجې د کابل ـ جلال اباد پر لویه لاره د لغمان اړوند «سرکونډو بابا» سیمه کې د دوو کرولا ډوله موټرو تر منځ ټکر شوی چي له کبله يې اووه کسان ټپیان شوي.

نوموړی زیاتوي چې ټپیان یې پر وخت د ننګرهار حوزوي روغتون ته انتقال کړي او ډاکټرانو د دوو ټپیانو روغتیایي حالت نازک ښودلی دی.

د کابل ـ جلال اباد لویه لاره د هیواد یوه له هغه لارو ګڼل کیږي چې ډیر کله پرې ترافیکي پېښې رامنځته کېږي.

همدا راز نن په سمنګان کې د دوو بېلابېلو ترافيکي پېښو له وجې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۶ تنه ژوبل شوي دي.

د سمنګان د ولايتي روغتون آمر سيد عثمان حيدري وايي چې دا دوې پېښې د بلخ – سمنګان او ايبک ښار – دره صوف ولسواليو پر لارو رامنځته شوې دي.

د سمنګان د ولايتي روغتون د آمر په وينا، د دې پېښو په ټپيانو کې دوه ماشومان او اته ښځې هم شاملې دي.

همدا راز نن تر غرمې وروسته د بلخ – سمنګان پر لويه لار د «پوزه‌ی فیروزنخچیر» په سيمه کې د يوې بلې ترافيکي پېښې له امله ۹ تنه ژوبل شوي دي.

د سمنګان د ولايتي روغتون آمر وايي چې د «کرولا» ډوله او «پاسو» موټر تر منځ د ټکر له امله دا پېښه رامنځته شوې.

همدارنګه د بدخشان ولايت د اشکاشم ولسوالۍ په «غاران» سيمه کې تېره ورځ (يکشنبه، ۱۰ د مرغومې) د طالبانو د يوه رنجر موټر د اوښتلو له وجې د دې ډلې يو غړی مړ شوی او اووه نور ژوبل شوي دي.

د بدخشان يوه اوسېدونکي اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي چې يو رنجر موټر چې د طالبانو غړي پکې سپاره و، له لارې اوښتی او چپه شوی دی.

په بدخشان کې د طالبانو امنيې قومندانۍ هم دا پېښه تاييد کړې او دليل يې زيات سرعت بللی دی.

په افغانستان کې د سړکونو خرابوالی، د موټر چلوونکو ګړندی تګ او بې احتیاطي او همدا راز له ترافیکو قوانینو د موټروانانو ناخبري د ترافیکي پېښو د زیاتوالي لاملونه بلل کېږي.