ننګرهار کې د جلغوزیو حاصلات ډېر شوي

ننګرهار کې سږکال د جلغوزیو حاصلات ۳۷ سلنه لوړ شوي

ننګرهار کې د جلغوزیو حاصلات د تیرو کلونو په پرتله په بې ساري ډول لوړ شوي دي. د کرنې او مالدارۍ ریاست مسولین وایي، سږ کال ننګرهار د جلغوزیو له پلوه غني ولایت دی او په خبره یې د تیر کال په پرتله یې سږکال د دې ولایت د جلغوزیو حاصلات ۳۷ سلنه لوړ شوي دي.

د کرنې رئیس انعام الله ساپي له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې د جلغوزیو د حاصلاتو د زیاتیدو لامل د ننګرهار په غرنیو سیمو کې د جلغوزیو په کاروباریانو د فني وسایلو ویشل او د امنیتي ساحې پرخوالی په ګوته کوي. هغه زیاته کړه: «ننګرهار کې سږکال د جلغوزو حاصلات ۳۷ سلنه لوړ شوي او لامل یې د امنیتي ساحې پراخوالی او د وفني وسایلو ورکړه ده.»

د ښاغلي ساپي په وینا، تېر کال د ننګرهار د جلغوزیو حاصلات ۴۵۵ ټنه و او سږ کال بیا له ۶۲۷ ټنو زیات حاصلات راټول شوي دي.

ساپی زیاتوي همدارنګه زیاتوي، اوسمهال دننګرهار په اتو ولسوالیو کې په شاوخوا یوولس سوه هکتاره ځمکه د جلغوزیو طبیعي ځنګونه موجود دي، چې د فني وسایلو په ورکړې سره یې د دېرش سلنه ضایعاتو مخنیوی شوی.

په همدې حال کې د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد تمکین له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې هیله مندي وښوده او ویې ویل، چې د جلغوزیو د حاصلاتو په زیاتیدو سره به د بزګرانو کورنی اقتصاد لا پیاوړی شي. نوموړي زیاته کړه: «دکرنې او مالدارۍ ریاست ته په کار ده، چې د جلغوزیو د حاصلاتو د لوړیدو لپاره نورې هڅې هم وکړي، په دې برخه کې مسلکي خلک وروزي او نور ډیر کار وکړي.»

د کرنې ریاست د مالوماتو له مخې اوسمهال د ننګرهار په ۸ ولسوالیو کې په یوولس سوه هکتاره ځمکه طبیعې ځنګلونو موجود دي او هڅه کوي، چې د دغه ځنګلونو د قطع د مخنیوي لپاره قومي تړې رامنځته کړي.