اطلاعات روز: په زابل او کندهار ولايتونو کې د دوو ترافيکي پېښو له امله یو کس مړ او څلور تنه نور ټپيان شوي دي.
زابل کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند ذبیح الله جوهر وايي، چې په دې ولایت کې نن (پنج شنبه، ۱۴ د مرغومي) سهار د یوې ترافیکي پیښې له امله یو کس مړ او بل ژوبل شوی دی.
نوموړی زیاتوي، چې ياده پېښه د زابل د شهر صفا ولسوالۍ اړوند «فولادګي» سیمه کې د یو ټېلر او سوزکي موټر ترمنځ شوې او ژوبل کس روغتون ته لیږدول شوی دی.
ورته مهال کندهار ښار کې د طالبانو د ترافيکو مسولينو وایي، چې د دغه ښار «دوراهي» سيمه کې د یو فیلډر موټر د اوښتو له امله درې تنه ژوبل شوي دي.
دوی زیاتوي، چې یاد درې تنه میرویس حوزوي روغتون ته انتقال شوي، خو د روغتیایي وضعیت په اړه یې څه نه دي ویلي.
طالب مسوولینو د پورته دواړو ترافیکي پیښو لامل نه دی په ګوته کړی.
د سړکونو خرابوالی، د موټر چلوونکو بې احتياطي او تېز رفتار هیواد کې د ترافیکي پېښو لوی لاملونه ګڼل کېږي.