داعش ډلې په کونړ کې طالبانو ته د جاسوسۍ په تور له یوه کس سر پرې کړی

اطلاعات روز: کونړ کې ځايي سرچینې وايي چې داعش ډلې د دې ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې له یو کس څخه طالبانو ته د جاسوسۍ په تور سر پرې کړی دی.

سرچینې نن (شنبه، ۱۶ د مرغومې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې دا کس «ولي ګل» نومېده او داعش جنګیالیو ترې درې ورځې وړاندې د چهارشنبې په ورځ سر پرې کړی.

د يادې سرچينې په وينا، ولي ګل نومي شخص نه له پخواني حکومت او نه هم طالبانو سره اړيکې درلودې مګر دا چې له داعش ډلې سره یې همکاري نه کوله، دې ډلې طالبانو ته د جاسوسۍ په تور وژلی دی.

تر اوسه کونړ کې ځايي طالب چارواکو د یادې پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.

پینځه میاشتې وړاندې هم داعش وسلوالې ډلې د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ په «چلس» سیمه کې له یو ملکي وګړي طالبانو ته د جاسوسۍ په تور سر پرې کړی و.

کونړ د هېواد یو هغه ولایت دی چې د پخواني جمهوري نظام له پرځېدو وروسته پکې داعش وسلوال فعال دي او په دې ولايت کې خپلو لیکو ته د افرادو د جذب ترڅنګ وخت ناوخت له طالب ډلې سره نښتې هم کوي.