د کونړ او نورستان ښوونځیو ته نږدې یو مېلیون درسي کتابونه ووېشل شول

اطلاعات روز: کونړ او نورستان کې طالب چارواکي وايي، چې د دغو ولایتونو د مرکزونو او ولسوالیو ښوونځیو ته یې ۹ لکه، ۷۵ زره او ۳۷۷ درسي کتابونه ویشلې دي.

د کونړ د پوهنې ریاست لپاره د طالبانو رییس مولوي محب الله حیدري وايي، څو ورځې وړاندې یې د دغه ولایت د مرکز اسعد اباد او ټولو ولسوالیو اړوند ښوونځیو ته د ۸۲۵ زره او ۳۷۷ درسي کتابونو ویش پېل کړی وو، چې نن (دوشنبه، ۱۸ د مرغومي) پای ته ورسېد.

هغه وايي، په دغو کتابونو کې له لومړي ټولګي نیولې تر دولسم ټولګي کتابونه شتون لري، چې ورسره به د درسي کتابونو په برخه کې د زده کوونکو ستونزې حل شي.

بل لور ته نورستان کې د طالبانو د پوهنې رییس مولوي تاج محمد مطمئن وايي، چې د دغه ولایت په مرکز پارون او ولسوالیو کې ښوونځیو ته د ۱۵۰ زره درسي کتابونو د وېش بهیر پېل شوی، چې نږدې ورځو کې به یې د وېش چارې بشپړې شي.

نوموړي دغه راز دغلته د مسلکي ښوونکو کموالی ننګونکی بللی او د یادې ستونزې د حل ژمنې یې تازه کړي دي.

نورستان او کونړ د هېواد یو له هغو ولایتونو دي، چې په تېر شل کلن جمهوري نظام کې د وسله والو ډلو د فعالیت له امله یې د نورو برخو ترڅنګ د پوهنې برخه سخته زیانمنه شوې، چې له امله یې زرګونه زده کوونکي له زده کړو بې برخې او ګڼ ښوونځي د جګړو له امله وېجاړ شوي، چې لا یې هم د جوړولو لپاره ځانګړې پاملرنه نه  ده شوې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته