ننګرهار کې داعش وسله والو یو طالب سرتیری وژلی

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په دره نور ولسوالۍ کې د داعش وسله والو په برید کې یو طالب سرتیری وژل شوی دی.

یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې داعش وسله والو تیره شپه (دوشنبه، ۱۸ د مرغومي) د دره نور ولسوالۍ اړوند «وایګل» سیمه کې د کمردین په نامه د یو طالب سرتیری پر کور برید کړی چې پر مهال یې یاد طالب وژل شوی.

سرچینه زیاتوي وژل شوی طالب سرتیری کورته په رخصتۍ و، چې د داعش وسله والو تر برید لاندې راغلی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې یادې ډلې د طالب سرتیري له کوره یو شمیر وسلې هم له ځانه سره وړي دي.

تر اوسه داعش وسله والو او طالب چارواکو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.