د ايران د پارلمان ريیس: داعش د افغانستان په ګاونډيو هيوادونو کې د ناامنۍ په لټه کې دی

Photo: irna

اطلاعات روز: د ايران د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف د تاجکستان د پارلمان له رییس رستم امام علي سره په ليدنه کې ويلي، چې داعش د افغانستان په ګاونډيو هيوادونو کې د ناامنۍ خپرولو په لټه کې دی.

د ايران د دولتي خبري اژانس په وينا، قالیباف د کرمان د وروستيو چاودنو «ريښه» په افغانستان کې د داعش د فعاليت نتيجه ګڼلې ده.

د تېرې اونۍ د چهارشنبې په ورځ د کرمان ولايت په «ګلزار شهدا» سيمه کې د ايران د سپاه پاسداران ځواک د قدس څانګې د قومندان قاسم سليماني د مرګ د څلورم تلين په مراسمو کې د شلو دقيقو په واټن دوې چاودنې وشوې.

د ايراني رسنيو په وينا، په دې دوو چاودنو کې ۹۰ تنه ووژل شول او لسګونه نور ژوبل شول. داعش ډلې د يوې اعلاميې په خپرولو سره د دې بريد مسووليت منلی دی.

د ايران د پارلمان رییس له خپل تاجکستاني سيال سره په ليدنه کې د تروريزم پر وړاندې په مقابله کې پر همکارۍ ټينګار کړی دی.

ده ويلي: «په اوسنیو شرایطو کې په افغانستان کې له تروريزم او د وسلو او نشه يي توکو له قاچاق سره د پراخې مقابلې لپاره همکاريو ته اړتيا لرو.»

همدا راز قاليباف په دې ليدنه کې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټينګار کړی دی.

ده ويلي: «د افغانستان اوسنی حکومت بايد په دې باور شي چې د دې هيواد له ټولو ډلو، قبايلو او سياسي جرياناتو له ګډون پرته نه شي کولای يو پايدار دولوت جوړ کړي؛ دا يوه ډېره مهمه موضوع ده چې د سيمې هيوادونه په ځانګړې توګه د افغانستان ګاونډي هيوادونه بايد دې ته پام وکړي.»

تر دې وړاندې هم ايراني چارواکو بيا – بيا د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټينګار کړی دی؛ خو طالبان دا موضوع د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه بولي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه