اطلاعات روز: نورستان کې ځایي سرچینې وایي، چې د لویدیځ نورستان د نورګرام ولسوالۍ په یو ځنګل کې اور لګېدلی دی.
سرچینه وایي، چې دغه اور لګېدنه پرون سې شنبه (۱۹ د مرغومي) له ماښام وروسته د نورګرام ولسوالۍ اړوند «ډم کوټ» سیمه کې را منځته شوې ده.
سرچینې د یادې اورلګېدنې د لامل او د ځنګل سوځېدنې د اندازې په تړاو څه ونه ویل.
تر اوسه نورستان کې د طالبانو ځایي چارواکو د نورګرام ولسوالۍ اړوند په ځنکله کې د اور لګېدنې په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.
شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې هم د ختیځ نورستان په کامدېش ولسوالۍ په ځنګله کې اور لګېدنه را منځته شوې وه، چې له امله یې شاوخوا سل جریبه ځنګل د اور خوراک شوی و.
