اطلاعات روز: نورستان کې د طالبانو ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت د نورګرام ولسوالۍ د مشفې او تیتین سیمو ترمنځ د «ډم کوټ» سیمې ځنګله کې لګېدلی اور د سیمې خلکو په همکارۍ په بشپړ ډول مهار شوی دی.
د نورستان لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ له لوري په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې سیمې ته یې نن (چهارشنبه ۲۰ د مرغومي) پرسونل استولی او اور لګېدنه مهار شوې ده.
بل لور ته د سیمې خلک وايي، چې د اور شدت د تېرې ورځې په نسبت کم شوی، خو زیاتوي، چې لاهم په بشپړ ډول نه دی مهار شوی.
د نورګرام ولسوالۍ اوسېدونکی نورولي وایي، د سیمې خلکو د اور د مهارولو په موخه هڅې روانې ساتلي، خو په خبره یې که د اور د مهارولو لپاره چټک اقدامات ونه شي ښایي اور لګېدنه لا پراخه شي.
نوموړی زیاتوي، چې د دغې اورلګېدنې له امله تر اوسه شاوخوا ۳۵ کېلو متره ځنګل سوځېدلی دی.
د نورستان د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې روان کال په نورستان کې د اور لګېدنې له امله شاوخوا ۳۵۰ جریبه ځنګل سوځېدلی، چې د څارویو څړ ځایونه یې هم له منځه وړي دي.
نورګرام د غربي نورستان یوه له غره ییزو ولسوالیو ده، چې د جلغوزیو او نښترو ګڼ ځنګلونه لري او وخت ناوخت د نامعلومو دلایلو له امله د اورلګېدنې له امله د اور خوراک ګرځي.
