اطلاعات روز: په بهر کې د طالبانو د سياسي مخالفينو يو شمېر څېرو چې د «افغانستان ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا» نومېږي، د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو د کميټې د رییس مایک مک کال د وروستيو څرګندونو هرکلی کړی او ويلي يې دي چې نړۍ ورو-ورو د افغانستان د خلګو په حق دريځ خبرېږي او د وخت په تېرېدو سره د واکمنې ډلې ماهيت نور هم په ښه توګه پېژندل کېږي.
د دې شورا په اعلاميه کې چې تېره شپه (جمعه، ۲۲ د مرغومې) خپره شوې، پکې راغلي چې د طالبانو له پراخ مخالف سياسي-نظامي تشکيل سره خبرې-اترې، د طالبانو له ډلې سره تعامل غير مؤثر ګڼل او د هغوی د واک پای ته رسول، د افغانستان په تړاو د متحده ايالاتو سياستونو ته بيا ځلې کتنه او د دوحې د توافقليک تر پوښتنې لاندې راوستل د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو د کميټې د رییس وروستۍ څرګندونې دي.
د «افغانستان ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا» د مک کال د دريځونو هرکلی کړی او دا يې د افغانستان د موجود وضعيت په اړه د ژور پوهاوي پایله بللې.
د دې شورا په اعلاميه کې راغلي: «اوس خوښ يو چې نړۍ د افغانستان د خلګو په حق دريځ خبرېږي او د وخت په تېرېدو سره واکمنه ډله لا ښه پېژندل کېږي.»
د «افغانستان ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا» د نړۍ له ټولو هيوادونو او په ځانګړې توګه د افغانستان په قضيه کې له ښکېلو هيوادونو غوښتي چې له واکمنې ډلې سره پر تعاملي سياستونو دې بيا ځلې غور وکړي، «ځکه له دې ډلې سره هر ډول تعامل د دوی رهبران په خپلو ستمګرانه او انحصار غوښتونکو سیاستونو کې زړور او ټينګوي.»
دې شورا ټينګار کړی دی چې د افغانستان د خلګو ګټو او ارادې ته له پام پرته هر ډول طرح او تګلاره به شنډه وي او کوم ځای ته به ونه رسېږي.
د دې شورا په وينا، «د اوسني کړکېچ د حل يوازينۍ لار د ملي او محلي ازادو ټولټاکنو له لارې د ولسي ارادې پر اساس د دولت جوړول دي چې انساني ارزښتونو او حقوقي قواعدو ته درناوی ولري او له اوسني اختناقه د افغانستان خلګ وباسي.»
مک کال په يوه وروستۍ غونډه کې د افغانستان په اړه د بايډن د حکومت سياست ماته خوړلی ګڼلی او ويلي يې دي چې د افغانستان وضعيت هره ورځ بدتر کېږي.
ده طالبان «تروریستان» ګڼلي او ويلي يې دي چې د بايډن په حکومت کې د ډېری کسانو د فکر بر خلاف د طالبانو هيڅ غړی «منځلاری» نه دی.
مک کال ويلي: «داسې ښکاري چې حکومت په دې باور دی چې له طالبانو سره د ملګرتيا له لارې به د هغوی پر چلند اغېز ولري. مګر د طالبانو اقداماتو ثابته کړې ده چې [اغېز پرې] نشي کولای.»
ده د افغان ښځو او نجونو وضعيت تر بل هر وخت بدتر ګڼلی او ويلي يې دي چې «يو ۲۰ کلن ځوان چې هيڅکله يې هم د شريعت تر قوانينو لاندې ژوند نه دی کړی، اوس تر دې تورې وريځې لاندې دی.»
دې امريکايي قانون جوړوونکي ويلي چې طالبان د القاعدې په شمول د تروریستي ډلو مالي ملاتړ کوي، تجهيزوي يې او خوندي پناهځايونه يې ورکړي دي.
ده د طالبانو د يرغمل نيونې په اړه هم خبرې کړې دي او ويلي يې دي چې اوس مهال حد اقل شپږ تنه امريکايان له طالبانو سره بنديان دي.
مک کال په دې غونډه کې زياته کړې چې وخت را رسېدلی چې د بايډن حکومت په افغانستان کې د خپل سياست لومړيتوبونه دويم ځل وارزوي.
ده ويلي: «دوی بايد پر يوه داسې ستراتېژۍ تمرکز وکړي چې تضمين کړي چې متحده ايالات د طالبانو ملاتړ نه کوي، بلکې د بې ګناه افغانانو ملاتړ کوي.»