اطلاعات روز: د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د پاکستان د جمعيت علماء اسلام د ګوند له مشر مولانا فضل الرحمان سره په خپله ليدنه کې ويلي، چې ده له تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او ورسره تړلو ډلو غوښتي چې د پاکستان پر وړاندې دې پر خپله تګلاره بيا غور وکړي او تاوتريخوالی دې کم کړي.
سرچينو د سېشنبې په ورځ د پاکستان ايکسپریس ټریبیون رسنۍ ته ويلي، چې فضل الرحمان له کابله تر راستنېدو وروسته د هبت الله اخوندزاده پيغام پاکستاني چارواکو ته رسولی دی.
د دې سرچينو په وينا، د طالبانو رهبر فضل الرحمان ته ويلي، چې د تحریک طالبان پاکستان مشرۍ ته يې امر کړی چې د پاکستان په تړاو دې خپله تګلاره بدله کړي او تاوتریخوالی دې کم کړي.
ايکسپریس ټريبيون ليکلي، چې پاکستاني چارواکي د طالبانو د مشر پيغام ارزوي، خو لومړني غبرګونونه ښيي چې هغوی راضي نه دي.
له دې موضوع يوې باخبرې سرچينې ويلي، چې تحریک طالبان پاکستان ته به د تاوتريخوالي کمولو لپاره پيغام ګټور نه وي.
دې سرچينې زياته کړې: «موږ د ستونزې دايمي حل غواړو.»
همدا راز فضل الرحمان پاکستاني چارواکو ته خبر ورکړی، چې د طالبانو حکومت په دې باور دی چې د تحریک طالبان پاکستان د ستونزې د حل لپاره خبرې-اترې يوازينی حل دی.
د دې سرچينو په وينا، هبت الله اخوندزاده ټينګار کړی، چې دواړه اړخه «مسلمان» دي او «ټول مسلمانان له يوه-بل سره وروڼه دي. پر همدې اساس، دواړه اړخونه بايد د خبرو-اترو له لارې حل لاره ولټوي.»
هبت الله اخوندزاده زياته کړې، چې تيار دی د خبرو د بيا پېل لپاره په افغانستان کې «ښه دفترونه» جوړ کړي.
وروسته له هغې چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل، پاکستان له تحریک طالبان پاکستان سره مذاکرات پېل کړل. دا مذاکرت د طالبانو په منځګړيتوب او اسانچارۍ ترسره شول.
پاکستاني طالبانو په دې مذاکراتو کې د خپلو ځينو جنګياليو د خوشې کېدو په بدل کې اوربند اعلان کړ؛ خو د ايکسپریس ټریبيون په وينا، د دې جنګياليو خوشې کېدو برعکس پايلې درلودې، هغوی وسلې واخيستې او امنيتي ځواکونه يې په نښه کړل.
په پایله کې مذاکرات ناکام شول او د ۲۰۲۲ کال په نومبر کې د پاکستاني پوځ د لوی درستيز تر بدلېدو يوه ورځ وړاندې تحریک طالبان پاکستان خپل يو اړخيز اوربند لغوه کړ.
له هماغه مهاله په پاکستان کې بريدونه زيات شوي او د دې هيواد دولت وايي، چې نور مذاکراتو ته تيار نه دی.
سرچينې وايي، چې د افغانستان د طالبانو د مشر له تازه غوښتنې سره-سره پاکستان پر خپل دريځ غور کولو ته تيار نه دی. په عين حال کې ځينې سرچينې وايي، چې له طالبانو سره د فضل الرحمان ليدنې ترينګلتيا کمه کړې ځکه د افغانستان د طالبانو له لوري نيوکې په پام وړ توګه کمې شوې دي.
له دې سره-سره او د ايکسپریس ټريبيون په وينا، د تحريک طالبان پاکستان په اړه د دواړو اړخونو ترمنځ پراخ واټن ته په کتلو سره شنونکي په دې تړاو د کوم لوی پرمختګ په اړه شک ښيي.
