لغمان کې د واليبال لوبې پر سر شخړه کې څلور ځوانان وژل شوي

اطلاعات روز: لغمان کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي، چې په دغه ولایت کې د واليبال لوبې پر سر د دوو کورنيو ترمنځ شخړه کې څلور ځوانان وژل شوي دي.

د لغمان د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند یونس یوسفزی وایي، چې پېښه تېره ورځ (چهارشنبه، ٢٧ د مرغومي) مازدیګر مهال د دغه ولایت علیشنګ ولسوالۍ اړوند « نورام» قریه کي د والیبال لوبې پر مهال شوې.

نوموړی زیاتوي، چې د نصیر احمد په نامه یو کس د والیبال لوبې پر مهال د یوې بلې کورنۍ له یوه غړي سره لومړی لفظي شخړه کړې او بیا یاد کس د مقابلې کورنۍ پر غړو ډزې کړي چې پر مهال یې څلور ځوانان وژل شوي دي.

د یوسفزي په خبره طالب سرتیري پر وخت د پېښې ځای ته رسیدلي او د نصیر احمد په نوم «قاتل» یی د یو میل کلاشینکوف وسلې سره نیولی دی.

هغه وایي، نیول شوي کس په خپل جرم اعتراف کړی چی د لومړنیو څیړنو وروسته به عدلی او قضایی ارګانونو ته معرفي شي.

د یادولو ده چې تیر کال هم په لغمان کې د والیبال لوبې پر مهال د شخړې له امله یو شمیر کسان ټپیان شوي وو.