پکتیا

احصایوي بنسټونه: «د پکتيا کابو ۵۰ سلنه اوسيدونکي تر سخت فقر لاندې ژوند کوي»

خبریال: امېد اشنا

د اړوند احصايوي او بوديجوي بنسټونو د شمېرو له مخې د پکتيا ولايت ۴۸.۳ سلنه اوسيدونکي تر سخت فقر لاندې ژوند کوي، چې د پکتيا د اوسيدونکو او ولايتي شورا سربېره يې د بشر حقونو خپلواک کمیسيون اندېښمنوونکی حالت بولي.

دوی له دولت، ملي او نړيوالو خيريه بنسټونو او هېواد څخه غواړي چې د فقر کچې د راکمولو په برخه کې کوټلي ګامونه واخلي.

همدارنګه تېر کال د هېواد د بشر حقونو خپلواک کميسيون مشرې شهرزاد اکبر ګردېز ته د يو رسمي کاري سفر پر مهال په دې ولايت کې د فقر کچه لوړه ياده کړې وه او په دې اړه يې اندېښنه څرګنده کړې وه.

د بشر حقونو د سيمه ييز دفتر مشر نوراحمد شهيم وايي چې بېوزلي د ډېری بشري ستونزو او محروميتونو بنسټيز عامل دی.

شهيم له نړيوالو ادارو هم په دې برخه کې د همکاري غوښتنه کوي او وايي چې پکتيا په بېلابېلو برخو کې زياتې پاملرنې ته اړتيا لري.

نوموړي وويل: «بدبختانه فقر يو اساسي مشکل دی چې د انسانانو پر نورو بشري حقونو منفي تاثير لري. دولت مسول دی چې د فقر د کچې راکمولو لپاره له پخوا اغېزناکې هڅط وکړي. پکتيا په هره برخه کې زيات کار او ډېرې پاملرنې ته اړتيا لري.»

د پکتيا اوسېدونکي وايي چې کرونا او قرنطين د خلکو پر ژوند زيات ناوړه اغېزې وکړې او شته ستونزې يې نورې هم زياتې کړې.

دوی د جګړې دوام هم د فقر اساسي لامل يادوي او له وسله والو طالبانو غواړي چې د افغانانو ناوړه حالت ته په کتو نور له جګړې لاس واخلي.

مدني فعال سيدجمال الدين اصف خېل وايي چې سيمه ييز کاري فرصتونه او د عايداتو د سيمه ييزو سرچينو پياوړي کول د دې ستونزې د حل يوه مهمه برخه کېدی شي.

اصف خېل د امنيت او ثبات پر تامين هم ټينګار کوي او وايي چې کورنيو او بهرنيو پانګه والو ته دې د پانګونې اسانتياوې او د هغوی د پانګو د خونديتوب لازمه ډاډمنه فضا رامنځته شي.

نوموړي زياته کړه: «د هېواد وضعيت اوسمهال واقعا د تشويش وړ دی. پکتیا ته ته په تېر کې هم توجه نده شوې او اوس هم له پامه غورځول شوې، چې د ستونزو د لوړ ګراف يو لامل هم همدا دی.»

د ښځو د حقونو فعاله شفيقه نوري وايي چې د ښځو او کليوالي اقتصاد پياوړتيا هم د بېوزلي د کچې په کمولو کې پاوړ رول لري، چې بايد پام ورته وشي.

نوري اطلاعات روز ته وويل: «ښځو ته بايد ګردېز کې ځانګړی سوداګريز مارکېټ جوړ شي، هغوی قوي لاسي صنايع لري، همدارنګه بايد هغوی ته د غواګانو، چرګو، د خياطي د بېلابېلو کورسونو او ماشيونونو ورکولو او شنو خونو جوړېدو له لارې کليوالي اقتصاد پياوړی شي.»

که څه هم د جګړې دوام د ټولو بدمرغيو او ستونزو اساس ګڼل کيږي او افغانانو ډېر ځله له وسله والو طالبانو د روانې جګړې بندولو غوښتنې کړې، خو يادې ډلې تر اوسه په دې اړه مثبت ځواب ندی ورکړی.

په داسې حال کې چې ياده ډله خپله جګړه د افغانانو لپاره بولي، خو غوڅ اکثريت افغانانو په روانو جګړو کې ورته د سختو زيانونو اوښتو له امله په هر نوم د جګړې د دوام مخالف دي.

د پکتيا والي محمدحليم فدايي وايي چې دولت د بېوزلي د کچې ټيټولو او خلکو ته د اسانتياوو برابرولو لپاره دوامدارې هڅې کوي.

فدايي وويل چې د بېلابېلو پروژو د پلې کېدو له لارې خلکو ته کاري زمينې، له دې لارې ورته د اقتصادي فرصتونو رامنځته کېدل او اوسمهال د ملي دسترخوان پروژه د دې هڅو بېلګې دي.

نوموړي زياته کړه: «د طالب جګړه د ټولو ستونزو ريښه ده، دوی اصلا نه غواړي چې افغانان په ارامه ژوند ونکړي. دوی حتی د کرونا په حالت کې پر افغانانو رحم ونکړ. دوی همدا اوس د ملي دسترخوان عملي کېدو مخنيوی هم کوي. وسله وال طالبان هېڅ انساني او افغاني ارزښت ته درناوی نلري.»

د بېوزلي سربېره د ځمکې لاندې د اوبو کمېدو او وچکالي وېره، اداري فساد، لوړ ولور او ځينې نورې لويې ستونزې هم دي، چې د افغانانو ژوند ګواښي او اساس يې د جګړې دوام ياديږي.