انځور: خواله رسنۍ

داعش ډلې کونړ کې له دوو کسانو سرونه پرې کړي

اطلاعات روز: کونړ کې ځايي سرچینې وايي، داعش جنګیالیو د دغه ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې طالبانو ته د جاسوسۍ په تور له دوو سیمه ییزو اوسېدونکو سرونه پرې کړي دي.

یوې باوري سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې داعش ډلې دغه کسان څو ورځې وړاندې نیولي وو او تېره ورځ (شنبه، ۳۰ د مرغومي) یې ترې د څوکۍ ولسوالۍ په «دېوه ګل» دره کې سرونه پرې کړي دي.

یو ځايي اوسېدونکي بیا زیاته کړه، چې داعش ډلې دغو کسانو ته له وژلو وړاندې نارنجي لباسونه هم اغوستي وو.

سرچینې د داعش جنګیالیو له لوري د وژل شویو کسانو د هویت او طالبانو سره د اړیکو په تړاو نور څه ونه ویل.

کونړ کې ځایي طالب چارواکو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

دوه اوونۍ وړاندې هم داعش ډلې د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ په دېوه ګل دره کې له طالبانو سره د اړیکو په تور له یوه کس سر پرې کړی وو.