انځور: استول شوی

د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پرمخ خلاصه شوه

اطلاعات روز: د ننګرهار په تورخم ښارګوټي کې د طالبانو کمېسار ملا عبدالجبار حکمت وایي، د تورخم دروازه نن سې‌شنبه (۳ د سلواغې) له یوولس ورځو تړل کیدو وروسته د هر ډول تګ راتګ پرمخ خلاصه شوه.

نوموړي د دغې لارې د بیرته خلاصیدو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو پاکستانۍ رسنیو خبر ورکړی، چې تر هغې د پاکستان له لوري د ویزې اسانتیا برابریږي د تورخم دروازه به د مارچ تر وروستۍ نیټې پورې خلاصه وي.

د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې لیکلي، چې افغان سوداګرو او طالب مسوولینو په کابل کې د پاکستان د سفارت له مسوولینو سره په ناسته کې پر سوداګرۍ اغیز ته په اشارې د تورخم دروازې د پرانیستو او د ویزې د اسانتیا غوښتنه کړې.

د دې رسنې په وینا، پاکستان د دوی غوښتنه منلې او د مارچ میاشتې تر وروستې نیټې پورې یې موټر چلونکو ته اجازه ورکړې چې ازاد تګ راتګ وکړي، خو تر هغې وروسته به ویزه اخلي.

د تورخم لپاره د طالبانو کمېسار وایي، یاده دروازه پاکستاني لوري د باروړنکو موټر چلوونکو پرمخ تړلې وه او له موټر چلوونکو یې د پاسپورټ او ویزې غوښتنه کوله.

د هغه په خبره نه یوازې پاکستاني پولیسو له موټر چلوونکو د ویزې او پاسپورټ غوښتنه کوله بلکې د تورخم له لارې یې پاکستان ته د ځانګړي کمیسیون له لارې تلوونکو ناروغانو ته هم یاد شرط ایښی و.

پاکستان نږدې دوه اونۍ وړاندې له افغانستان سره ټولې سوداګریزې لارې بندې او دلیل یې د تګ راتګ کوونکو افغان موټر چلوونکو د پاسپورټونو او ویزو نشتوالی یاد کړی و.

د تورخم، چمن او نورو لویو او وړو لارو له بندیدو سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لومړي ځل لپاره ټولې ترانزیتي لارې د یوولس ورځو لپاره بندې شوې وې.

له دې سره د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري هم صفر شوې وه.