د بښنې نړیوال سازمان: د طالبانو استخبارت دې د معترضو ښځو «مجازات» پای ته ورسوي

اطلاعات روز: د بښنې نړیوال سازمان له قيد او شرط پرته د طالبانو له زندان څخه د معترضې منيژې صديقي د خوشې کیدو غوښتنه کړې او د دې ډلې له استخباراتو يې غوښتي چې د ښځو «مجازات» دې پای ته ورسوي.

دې سازمان د منيژې صديقي د خوشې کېدو لپاره د يو کمپاين په پېلولو سره ويلي، چې معترضې ښځې د طالبانو د ظالمانه سياستونو له کبله په زور نيول شوي او ورکې کړل شوې دي او له شکنجې او نورو بدو چلندونو سره مخ دي.

د بښنې نړیوال سازمان زياته کړې، چې د بشري حقونو مدافع منيژه صديقي د ۲۰۲۳ کال د اکتږټوبر پر نهمه ورکه شوه او وروسته د طالبانو په زندان کې پيدا شوه.

د دې سازمان په وينا، صديقي د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر پر پنځمه د طالبانو زندان ته وړل شوې ده.

د بښنې د نړیوال سازمان په وينا، دا معترضه ښځه په زندان کې وکيل يا هم له کورنۍ سره منظمې ليدنې ته لاسرسی نه لري او د شکنجې له خطر او نورو بدو چلندونو سره مخ ده.

دې سازمان ټينګار کړی، چې منيژه په هيڅ جرم نه ده تورنه شوې او بايد سمدستي او له کوم قيد او شرط پرته ازاده شي.

د بښنې نړیوال سازمان د يوه ليک په ليکلو سره د بشري حقونو له فعالانو غوښتي چې د دوی له لوري دې د طالبانو د استخباراتو رييس عبدالحق وثيق ته ورسوي او د منيژې صديقي د ازادېدو غوښتنه دې وکړي.

طالبانو څه موده وړاندې درې نورې معترضينې چې له دې ډلې سره بنديانې وې، خوشې کړې خو منيژه صديقي لاهم په بند کې ده. دې ډلې د دې معترضې ښځې د برخليک په اړه څه نه دې ويلي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه