کندهار کې يو ځوان ځان زندۍ کړی

اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په پنجوایي ولسوالۍ کې یو ۲۶ کلن ځوان ځان زندۍ کړی دی.

په دې ولایت کې د طالبانو پولیس زیاتوي، چې یاد ځوان تېره ورځ (دوشنبه، ۲ د سلواغې) د پنجوایي ولسوالۍ اړوند «زنګاوات» سیمه کې په خپل کور کې ځان زندۍ کړی او مړ شوی دی.

طالب پولیسو د یاد ځوان هویت نه دی په ډاګه کړی، خو زیاته کړې یې ده چې دغه ۲۶ کلن ځوان له څه مودې راهیسې رواني ناروغۍ درلوده، ځکه یې ځان وژنه کړې.

هیواد کې فقر، بې کاري، کورنۍ ستونزې او په ځینو سیمو کې د هلک او نجلۍ په خوښه نکاح او واده نه کول د ځان وژنو اصلي لاملونه بلل کېږي.