ننګرهار

جلال اباد ښار کې دوو چاودنو یو تن ټپي کړی

اطلاعات روز: د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند فرید خان نن (پنجشنبه، ۳۰ د سلواغې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، نن سهار شاوخوا ۸ بجې د جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې اړوند مستوفیت څلور لاري کې یو ځای پر ځای شوی ماین ته د پولیسو انجینرۍ ټيم چاودنه ورکړې.

خو بل لور ته د ننګرهار حوزوي روغتون ویاند ګلزاده سنګر وایې، چې، د پیښې له سیمې د ډبلیو ایف پي موسسې یو کارمند د پیښې له سیمې په ټپي حالت کې دوی ته وروړل شوی.

په ورته مهال د جلال اباد ښار فارم هډې سیمه کې د یو خصوصي شرکت په موټر پورې نښل شوي ماین چاودنه کړې خو چا ته په کې زیان نه دی اوښتی.

په دې وروستیو کې جلال اباد ښآر کې هدفي وژنو، چسپکي ماین چاودنو او نورو جنایي پېښو زیاتیدو خلک اندیښمن کړي دي.