د يوناما رییسه طالبانو ته: له زده کړو د نجونو محرومول افغانستان منزوي کوي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د دې سازمان د مرستندویه پلاوي د معاونت دفتر (يوناما) رييسې رزا اوتنبايوا نن (چهارشنبه، ۴ د سلواغې) د زده کړو د نړیوالې ورځې په مناسبت پر ايکس په خپله پاڼه په يوه پيغام کې ويلي، چې طالبان بايد پوه شي چې زده کړه يوازې اخلاقي مسئله نه ده، بلکې د ټولنې د پرمختګ او سولې لپاره حياتي چاره ده.

نوموړې زیاته کړې، طالبان مسووليت لري چې جنسيت ته له پام پرته د ټولو د زده کړو د حقونو ساتنه او ملاتړ وکړي.

اوتنبايوا ویلي، چې «پر اوسني مسير ټينګار يوازې ټولو افغانانو ته زيان رسول دي او افغانستان له اسلامي نړۍ او نړېوالې ټولنې ګوښه ساتي».

د دې په وينا، د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی يوازې د لوېديځو هيوادونو غوښتنه نه ده، بلکې د اسلامي نړۍ غوښتنه هم ده.

د يوناما رييسې ټينګار کړی چې په افغانستان کې زده کړه د ټولو لپاره يو حق ګڼل کېږي ځکه چې د افغانستان د راتلونکي لپاره يو بنسټ دی.

د دې په وينا، زده کړه د نن او سبا له ننګونو سره د مقابلې، اقتصادي خوځښت او د اقليمي کړکېچ د اغېزو کمولو لپاره اړينه ده.

اغلې اوتنبايوا د خپلو خبرو په دوام زیاته کړې، چې «له زده کړو د ښځو او نجونو محروم ساتل پايدار نه دي، ځکه د هرې ورځې په تېرېدو د پرمختللې او مساوي ټولنې اساس کمزوری کېږي».

طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته، تر شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي او پوهنتون ته له تللو منعه کړې دي.

دې ډلې تر دې وړاندې د نجونو پر زده کړو بنديز لنډمهالی ګڼلی و، خو تر دوو د زياتو کلونو په تېرېدو سره لاهم نجونې له زده کړو بې برخې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته