د بښنې نړیوال سازمان د طالبانو له بند څخه د زده کړو د حقونو د دوو فعالانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه

Photo: amnestysasia

اطلاعات روز: د بښنې نړیوال سازمان د طالبانو د استخباراتو رييس عبدالحق وثيق ته په يوه ليک کې د زدکړو د حقوو د دوو فعالانو احمد فهيم عظيمي او صديق الله افغان د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

د بښنې د نړیوال سازمان په وينا، دې دوو تنو له «فکر بهتر» سازمان سره کار کاوه او د ۲۰۲۳ د اکتوبر مياشتې پر ۱۷مه د طالبانو د استخباراتو ادارې له لوري د کابل ښار په کارته چهار سیمه کې نيول شوي دي.

دې سازمان زياته کړې چې عظيمي او افغان د طالبانو پر خلاف په فعاليت تورن دي او د ډسمبر په ۲۷مه د طالبانو د محکمې له لوري محاکمه او د محکمې له حکم سره سم پلچرخي زندان ته لېږدول شوي دي. ويل شوي چې دې دوو تنو د طالبانو د استخباراتو رياست په څلوېښتم زندان کې ۷۲ ورځې تېرې کړې دي.

د بښنې نړیوال سازمان ويلي، چې د زده کړو د دې دوو فعالانو خپلسرې نيونه او بندي کول د بشر حقونو له نړيوالو قوانينو سره په ټکر کې دي او بايد له کوم شرط پرته خوشې کړل شي.

دې سازمان د طالبانو د استخباراتو رييس ته د فهيم عظيمي او صديق الله افغان د وضعيت په اړه انديښنه څرګنده کړې ده.

د بښنې نړیوال سازمان ويلي، چې دا دوه تنه په دروغو تورن شوي چې له هیواده د وتلو په لړ کې يې د نجونو له روباټيک سره مرسته کړې، معترضې ښځې يې راپارولي او اعتراضات يې سازماندهي کړي دي.

د دې سازمان په وينا، په خپله عظيمي او افغان او هم يې کورنۍ پر دوی لګېدلي تورونه ردوي.

د بښنې د نړیوال سازمان په وينا، د زده کړو دا دوه فعالان له عادلانه محکمې برخمن نه وو او د دوی محکمه يې ننګولې ده.

د بښنې د نړیوال سازمان په وينا، طالبانو په انتقامي اقداماتو کې دا دوه فعالان شکنجه کړي، له خوبه د محروميت او په انفرادي کوټو کې د بندي کولو په ګډون يې له هغوی سره بد چلند کړی، تر څو له هغوی اعتراف واخلي.

دې سازمان ټينګار کړی چې د احمد فهيم عظيمي او صديق الله افغان وضعيت د بيان د ازادۍ د حقونو او د سولييز لاريون او د عادلانه محاکمې د حقونو ښکاره نقض دی.

د بښنې نړیوال سازمان له طالبانو غوښتي چې له قيد او شرط پرته دې دا دوه فعالان ازاد کړي او د بشري حقونو له فعالانو سره دې د انسان تښتونې، خپلسرې نيونې، شکنجې او نور بد چلندونه ودروي.

دې سازمان د ښځو او نجونو پر زده کړو د بنديز د لېرې کېدو غوښتنه هم کړې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته