د پاکستان او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ ګډه خونه: د لاريو چلوونکو ته دې ځانګړي پاسپورټونه ورکړل شي

اطلاعات روز: د پاکستان او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ د ګډې خونې (PAJCCI) همغږي کوونکي ضياء الحق سرحدي وړانديز کړی چې کوم لارۍ چلوونکي د افغانستان او پاکستان تر منځ تګ – راتګ کوي، هغوی ته دې ځانګړي پاسپورټونه ورکړل شي.

د ايکسپريس ټريبيون رسنۍ له راپور سره سم، سرحدي په يوه اعلاميه کې چې د جمعې په ورځ خپره شوې، ويلي چې دا وړانديز د پاکستان او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ د اسانه کولو لپاره دی.

ده زياته کړې: «شاوخوا زر لارۍ چلوونکو ته دې د ويزې پر ځای ځانګړي پاسپورټونه ورکړل شي تر څو د پاکستان او افغانستان تر منځ توکي په اسانۍ انتقال کړي.»

ده ټينګار کړی دی چې لارۍ موټرونه دې د پاکستان او افغانستان د ګمرک او ټرانسپورټ په ادارو کې ثبت شي.

د ده په وينا، موټر چلوونکو ته د ځانګړي پاسپورټ ورکول د دوو ګاونډيو هيوادونو تر منځ د توکو لېږد اسانه کوي او د سوداګرۍ له ودې سره هم مرسته کوي.

د پاکستان دولت او په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر اوسه د دې وړانديز په اړه څه نه دې ويلي.

د پاکستان د تازه لارښوونو له مخې، د افغانستان د بار وړونکو موټرو چلوونکي بايد د تګ – راتګ پر وخت پاسپورټ او ويزه ولري.

په دې وروستيو کې دا محدوديت د افغانستان او پاکستان د سرحدي لارو د تړل کېدو لامل شو.

اوس مهال پاکستاني چارواکو د بار وړونکو موټرو افغان چلوونکو ته د مارچ مياشتې تر پايه بې له ويزې د تګ – راتګ مهلت ورکړل دی.