افغان سوداګر: له پاکستان سره دې په ټولو ټرانزیټي لارو کې شته ستونزې دایمي حل شي

اطلاعات روز: افغان سوداګر له پاکستان سره په ټولو ترانزیټي لارو کې د ستونزو په دایمي حل ټینګار کوي او د طالبانو او پاکستاني حکومت څخه غوښتنه کوي، چې سوداګرو ته دې اسانتیاوې برابرې کړي.

نادر خان چې د تازه سبزیجاتو سوداګر دی وایي، ډیر کله تورخم او نورې ترانزیټي لارې د پاکستان له لوري په یوه او بله بهانه د افغانستان د تازه سبزیجاتو د حاصل پر مهال تړل کېږي چې له کبله یې سوداګر او کروندګر له مالي زیان سره مخ وي.

نادر خان زیاتوي: «هر وخت پاکستان داسې وخت کې تورخم او نورې لارې بندوي، چې دلته افغانستان کې تازه میوې، سبزي او نور فصلونه حاصل ته ورسېږي، غوښتنه کوو چې نورې دې سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې شي او د شته ستونزو حل ته دې کار وشي.»

یو بل سوداګر محمد اشرف بیا د سوداګرۍ په برخه کې د پاکستان له حکومت غوښتنه کوي، چې په خپلو ژمنو دې عمل وکړي او سوداګرو ته دې د ستونزو رامنځته کیدو پر ځای پر اسانتیاوو کار وکړي.

نوموړی دغه راز زیاتوي، چې ډیری وخت د دواړو  حکومتونو د سیاسي ناندریو له کبله سوداګر زیان ویني او ټینګار کوي، چې سوداګري دې د دواړو لورو ترمنځ د سیاست ښکار نه کېږي.

بلخوا تازه پاکستان کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مسوولينو موټر چلوونکو ته د تګ راتګ جواز وړاندیز کړی دی.

افغانستان کې د يادې خونې مسوول خان جان الکوزی ویلي، سوداګريزه برخه کې چې هر څومره اسانتيا رامنځته کېږي د دواړو هېوادونو په ګټه ده.

نوموړي زیاتوي، پاکستان له افغانستان سره په ټولو ټرانزيټي لارو کې يو ډول چلند نه‌ کوي، چې له‌ دې امله هم سوداګري ډېره زيانمن شوې ده.

دغه راز د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د ګډې خونې (PAJCCI) همغږي کوونکي ضياء الحق سرحدي وړانديز کړی چې کوم لارۍ چلوونکي د افغانستان او پاکستان تر منځ تګ – راتګ کوي، هغوی ته دې ځانګړي اجازه لیکونه ورکړل شي.

د ايکسپريس ټريبيون رسنۍ له راپور سره سم، سرحدي په يوه اعلاميه کې چې د جمعې په ورځ خپره شوې، ويلي چې دا وړانديز د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د اسانه کولو لپاره دی.

د سرحدی په خبره، لارۍ باید د پاکستان او افغانستان په ګمرکونو او ترانسپورټي څانګو کې ثبت شي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بار وړونکو موټر چلوونکو ته د پاسپورټ او ويزو پر ځای د ځانګړو اجازه‌ليکونو د ورکړې خبره داسې مهال کېږي، چې پاکستاني حکومت د تیرې جنورۍ مياشتې په ۱۲مه نېټه، افغانستان سره د تورخم په ګډون ټولې ترانزيټي لارې پرته له ويزې او پاسپورټ لرلو وتړلې، چې نږدې دوه اوونۍ وروسته د دواړو خواوو له اوږدو ناندریو وروسته پرانیستل شوې.