انځور: خواله رسنۍ

نورستان کې د یوې کورنۍ پر غړو برید؛ څلور تنو ته مرګ ژوبله واوښته

اطلاعات روز: نورستان کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې یو کس د یوې کورنۍ پر غړو ډزې کړي، چې له امله یې درې کسه وژل شوي او یو ماشوم ټپي دی.

یوې ځایي سرچینې وویل، چې دغه پېښه تېره ورځ (دوشنبه، ۱۶ د سلواغې) مازدیګر ۳:۰۰۰ بجې د نورګرام ولسوالۍ اړوند «ننګراج» سیمه کې رامنځته شوې.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه پېښه کې یو سړی، یوه مېرمن او یوه نجلۍ وژل شوي او یو کوچنی ماشوم ټپي دی، چې څلور واړه د یوې کورنۍ غړي دي.

سرچینې د یادې پېښې لامل شخصي بدي یادوي او زیاتوي، چې بریدګر د ځایي طالبانو له لوري نیول شوی دی.

تر اوسه نورستان کې د طالبانو ولایتي او امنیتي مسوولینو د دغې پېښې په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

شاوخوا یوه میاشت وړاندې هم د نورستان په نورګرام ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د شخړې له امله دوه کسه مړه او یو بل ټپي شوی و.