د پکتيا څمکنيو ولسوالۍ کې يو ځوان د چاقو په ګذارونو وژل شوی

اطلاعات روز: په پکتیا کې د طالبانو امنیتي مسوولین وایي، چې د دې ولایت په څمکنيو ولسوالۍ کې يو ځوان د «نامعلومو» کسانو له لوري له اختطاف وروسته د چاقو په ګذارونو وژل شوی دی.

په دې ولایت کې د طالبانو له امنیې قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې پېښه وړمه ورځ (دوشنبه،  ۱۶ د سلواغې) ناوخته د څمکنيو ولسوالۍ اړوند «چنارګي» سيمه کې رامنځته شوې او د «شفي» په نوم ځوان د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوی دی.

د طالبانو پوليسو زياته کړې چې شفي نومی کس د پکتيا ډنډپټان ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

د کورنۍ غړو يې د څمکنيو محلي مسوولينو ته ويلي، چې دوی له کوم چا سره شخصي دوښمني نه لري.

هيواد کې د مرموزو وژنو پېښې ډیرې شوي، چې ځينې لاملونه يې شخصي دښمني، کورنی تاوتريخوالی او اختطاف بلل شوي دي.