انځور: خواله رسنۍ

محسن داوړ په شمالي وزيرستان کې د لاريون پر مهال د پولیسو په ډزو ټپي شو

اطلاعات روز: د پاکستانۍ رسنيو له راپورونو سره سم د ملي ډيموکراټيک غورځنګ مشر او له شمالي وزيرستان څخه د پاکستان پارلمان ته نوماند محسن داوړ د ټاکنو د پايلو د ځنډېدو پر وړاندې د اعتراض پر مهال د پولیسو په ډزو ژوبل شوی دی.

پاکستانۍ رسنۍ جيو نيوز ليکلي، چې ښاغلي داوړ له خپلو پلويانو سره يو ځای نن (شنبه، ۲۱ د سلواغې) د ټاکنو د پايلو د ځنډېدو او درغليو پر وړاندې لاريون کړی و، چې د پولیسو په ډزو سره ژوبل شوی دی.

ورته مهال مشال راډیو بیا لیکلي، چې داوړ د شمالي وزیرستان په میرامشاه کې د پوځي «چاوڼۍ» مخې ته د ټاکنو د پایلو د اعلان په موخه پرلت وهلی و او هغه مهال چې نوموړي د رسنیو سره خبرې کولې ډزې ورباندې شوي او د څو نورو ملګرو سره یو ځای ژوبل شوی دی.

دې رسنۍ د محسن داوړ د پلویانو په خواله ویلي، چې ډزې پاکستاني پوځ او پولیسو کړي، خو پاکستاني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دغه راز د محسن داوړ د پلويانو له لوري پر ټولنيزو رسنيو په خپره شوې ويډيو کې ويل شوي چې د شمالي وزيرستان په روغتون کې د ټپيانو د درمنلې امکانات نشته او پر حکومت يې په دې اړه د نه غبرګون تور پورې کړې دی.

د يادونې وړ ده چې د روانې فبروري میاشتې پر ۸مه په پاکستان کې د پارلماني ټاکنو په لړ کې محسن داوړ له شمالي وزيرستان څخه نوماند و، نوموړي په پرلپسې توګه له خپلې ايکس پاڼې په ټاکنو کې د درغلیو په اړه ليکل کول او ویل یې چې ډیرې رایې اخیستي، خو د ټاکنو کمیسیون له لوري ټاکل شوي استازي پایلې نه اعلانوي.