Photo courtesy: Hanif Samoon

د پاکستان ټولټاکنې؛ امريکا، برېتانيا او اروپايي ټولنه د رايې ورکولو په بهير کې د «بې نظمۍ» په اړه د پلټنو غوښتونکي شول

اطلاعات روز: د امريکا متحده ايالاتو، برېتانيا او اروپايي ټولنې د بېلابېلو اعلاميو په خپرولو سره د پاکستان په ټولټاکنو کې د رايې د ورکولو په بهير کې د «بې نظمۍ» په اړه د پلټنو غوښتونکي شوي دي.

د رويټرز له راپور سره سم، دوی په خپلو اعلاميو کې چې پرون (جمعه، ۲۰ د سلواغې) يې خپرې کړې دي، د رايې ورکولو په بهير کې د لاسوهنې د ادعاوو، انټرنيټ د قطع کېدو او د پاکستان د ټولټاکنو په ورځ د بيان پر ازادۍ محدوديت اندېښمنوونکي بللي دي.

د دې رسنۍ په راپور کې راغلي چې د امريکا د کانګرس ځينو استازو هم د پاکستان پوځ د دې هيواد په ټولټاکنو کې په «لاسوهنې» او «درغلۍ» تورن کړی دی.

دوی د امريکا د بهرنيو چارو له وزارت څخه غوښتي چې د پاکستان په ټولټاکنو کې د درغلۍ او لاسوهنې د تورونو په تړاو تر پلټنو وړاندې دې د دې ټاکنو ګټونکی په رسميت نه پېژني.

په پاکستان کې دوې ورځې وړاندې ټولټاکنې وشوې، خو لا يې هم وروستۍ پايلې نه دي اعلان شوي او د رايو د شميرنې بهير دوام لري.

خو د مسلم‌ليګ ګوند مشر نواز شريف او د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان دواړو په ټولټاکنو کې د بري اعلان کړی او ادعا کوي چې د دې هيواد د پارلمان اکثريت څوکۍ يې ګټلې دي.

د پاکستاني رسنيو له راپورونو سره سم، د پاکستان د ټاکنو کميسيون له لوري تر اوسه خپرې شوې شميرې ښيي چې د عمران خان له ملاتړه برخمن خپلواک نوماندان مخکښ دي او د دې هيواد د پارلمان ۹۸ څوکۍ يې ګټلې دي.

له دې راپورونو سره سم، د نواز شريف مسلم ليګ ګوند استازو هم ۶۹ څوکۍ ګټلې دي او دويم ځای لري.