رينا اميري: په افغانستان کې روغتيايي کړکېچ د طالبانو د افراطي سياست له کبله دی

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د امريکا ځانګړې استازې رينا اميري ويلي، چې د طالبانو د سياستونو له کبله افغانستان د نرس او ډاکټر له کمښت او روغتيايي کړکېچ سره مخ دی.

نوموړې دا څرګندونې تېره شپه (دوشنبه، ۲۳ د سلواغې) په ساينس کې د ښځو او نجونو د نړيوالې ورځې په مناسبت کړې دي.

اميري يادونه کړې چې د افغانستان ښځې او نجونې خپل هيواد ته د ډاکټرې، انجينرې، عالمې او نورو حرفو د ماهرې په توګه د خدمت کولو له حق څخه محرومې شوې دي.

طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته ښځې او نجونې له زده کړو راګرځولې دي.

دا محدوديتونه له نورو ټولو منفي اغېزو سره-سره د افغانستان پر روغتيايي نظام په جدي ډول اغېز کوي.

که نجونې د زده کړو اجازه ونه لري، په راتلونکي کې به ښځينه ډاکټره نه وي او په دې توګه به روغتيايي خدماتو ته د نيم نفوس لاسرسی سخت وي.

اوس مهال د افغانستان له روغتيايي برخې سره د بهرنيو مرستو د سخت کمښت تر څنګ له ښځو او نجونو سره د طالبانو بد چلند د هيواد روغتيايي نظام له کړکېچ سره مخ کړی دی.