اوچا: په افغانستان کې د روغتيايي مرستو وړاندې کولو لپاره ۳۶۷ ميليونه ډالرو ته اړتيا ده

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ويلي، چې د دې سازمان شريکان په افغانستان کې د ۲۰۲۴ کال پر مهال د روغتيايي خدماتو وړاندې کولو لپاره ۳۶۷ ميليونه ډالره بودیجې ته اړتيا لري.

اوچا نن (پنج شنبه، ۲۶ د سلواغې) پر ايکس په خپله پاڼه ليکلي، چې دومره بودیجه روغتيايي خدماتو ته د لاسرسي د زياتولو، د ناروغيو د خپرېدو پر وړاندې د چمتووالي او غبرګون د پياوړتيا، د رواني ملاتړ د خدماتو د وړاندې کولو او خوارځواکۍ د مديريت لپاره اړينه ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان له روغتيايي برخې سره مرستې ډېرې کمې شوې دي.

د بشر حقونو څار په تازه توګه ويلي، چې د افغانستان د روغتيا له برخې سره د بهرنيو مرستو کمښت له ښځو او نجونو سره د طالبانو د بد چلند تر څنګ د هيواد روغتيايي نظام له کړکېچ سره مخ کړی دی.

د بشر حقونو د څار په وينا، په افغانستان کې د روغتيايي پاملرنو کړکېچ د دې هيواد وګړي په زياتېدونکي توګه د شديدې خوارځواکۍ او ناروغۍ پر وړاندې متضرر کړي دي.