کاناډا کې افغان وګړي: د طالبانو د رسميت پيژندنې هر ډول هڅې د افغانانو له نظره اعتبار نه لري

اطلاعات روز: په دوحه کې د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو له غونډې سره هممهاله د کلګري ښار په ګډون په کاناډا کې يو شمېر مېشتو افغان وګړو لاريونونه کړي او ويلي يې دي چې د نړيوالې ټولنې له لوري د طالبانو د رسميت پيژندنې هر ډول هڅې به د افغانستان د خلکو له لوري اعتبار ونه لري.

د دوحې غونډه پرون د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انټونيو ګوتريش په کوربتوب پېل شوه او نن (دوشنبه، ۳۰ د سلواغې) به هم دوام ولري.

په دې غونډه کې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان سره د نړيوالې ټولنې په تعامل کې د همغږي، منسجم او ساختاري تګلارې په اړه بحث کېږي او همدا راز د ځانګړي استازي ټاکنه د دې غونډې د کار برخه ده.

په کلګري ښار کې مېشتو افغان وګړو د يکشنبې په ورځ غونډه وکړه او له نړيوالو معيارونو او د افغانستان د خلکو اړتياوو او شرایطو ته له پېچلتيا سره سم يې د ځانګړي استازي په ټاکلو کې د زيات دقت غوښتنه وکړه.

دوی طالبان تروريستي ډله وګڼله او ويې ويل چې د نړيوالې ټولنې له لوري د دې ډلې د رسميت پيژندنې په لړ کې هر ډول هڅه يا هم د هغوی د جنايت کم ښودل به د افغانستان د خلکو په اند اعتبار ونه لري.

لاريونوالو د ډيموکراسۍ د منل شويو ميکانيزمونو په وسيله د افغانستان د وګړو له لوري د ملتونو د برخليک ټاکنې د اصل د رعايتېدو او تضمين او همدا راز د خلکو د سياسي او اساسي حقونو د تأمين غوښتنه وکړه.

دوی زياته کړې چې د افغانستان د سياسي راتلونکې په اړه هر ډول پرېکړه چې د لنډ مهال لپاره کېږي او د دې هيواد د خلکو جمعي غوښتنې ته پام نه وي شوی، د شخړې او تاوتريخوالي د پراخېدو سبب کېږي.

د لاريون په پرېکړه‌ليک کې له ملګرو ملتونو او هيوادونو غوښتي چې د طالبانو بشر ضد جرمونه او په افغانستان کې د هزاره ګانو نسل وژنه په رسميت وپېژني. د دوی په وينا، د دې ټولو جناياتو او جرايمو ټول اسناد شته او څېړنيز ټيم دې جوړ او مجرمان دې محکمې ته کش کړل شي.

لاريونوالو له امريکا غوښتي چې د افغانستان د مرکزي بانک د پانګې په خونديتوب کې دې چې تر طالبانو وروسته کنګل شوې، خپل مسووليت ادا کړي. دوی د نړۍ له هيوادونو غوښتنه کړې چې له طالبانو سره دې هر ډول مرستې قطع کړي.