د کندهار حوزوي روغتون کې د تنفسي ناروغیو له کبله ۴۴ ماشومان مړه شوي

اطلاعات روز: د کندهار په حوزوي روغتون کې ډاکټران وایي، د تېرو دریو میاشتو پر مهال دغلته د تنفسي ناروغیو له کبله ۴۴ ماشومان مړه شوي دي.

په دې ولایت کې د ميرويس حوزوي روغتون د ماشومانو څانګې مسوول ډاکټر محمد صديق وایي، په تېرو دريو مياشتو کې ورته د دې ولايت له بېلابېلو سيمو نږدې ۴۰۰ په سينه بغل ناروغۍ اخته ماشومان ور وړل شوي چې له ډلې يې ۴۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

نوموړي وویل: «دغه ماشومان موږ ته په لړم، ليندۍ او مرغومي مياشتو کې راوستل شوي او لامل یې دغه دی چې د دې ۳۹۹ ماشومانو کورنيو پر وخت روغتون ته مراجعه نه ده کړې، چې متاسفانه ۴۴ تنو يې خپل ژوند له لاسه ورکړ.»

دی زیاتوي، په تنفسي ناروغيو د زياتو ماشومانو د اخته کېدو لوی لاملونه زياتې دوړې، ګرد غبار او دود دی چې د لويانو په پرتله يې د ماشومانو تنفسي سيستم ډير اغيزمن کړی دی.

ورته مهال په دې روغتون کې د یو بستر ماشوم پایواز وویل: «موږ دغه فکر کوه چې نن او سبا به مو مريض جوړ شي خو د هغه حالت لاپسې خرابېده، اوس چې چينايي شفاخانې ته راغلو درې ورځې کېږي بستر دی حالت يې د سمېدو په حال کې دی.»

دغه راز د يو بل ناروغ ماشوم پایواز زیاتوي، د تېرو کلونو په پرتله کندهار کې تنفسي ناروغۍ زياتې شوي چې له امله يې د کورنۍ ټول لویان او واړه پرې اخته شوي دي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په یو راپور کې ویلي، چې د روان کال په جنورۍ میاشت کې په افغانستان کې د سختې تنفسي ناروغۍ ۱۶۰ زره پېښې ثبت شوې دي.

دې ادارې په خپله ویبپاڼه لیکلي، چې دا شمېره د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۶ سلنه زیاتوالی ښيي.

یونیسف ډېره سړه هوا او ککړتیا په افغانستان کې د سختې تنفسي ناروغیو اصلي لاملونه بللي دي.