محب طالبانو ته: ښوونځي او علمي مرکزونه مه ورانوئ، دا د ماشومانو راتلونکي سره دښمني ده

اطلاعات روز: د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب پر طالبانو غږ کړی، چې د هېواد ښوونځي او علمي مرکزونو لړۍ ودروئ، څو افغان ماشومان په مورنۍ ژبه زده کړو ته لاسرسی ولري.

ښاغلي محب نن (یکشنبه، ۳ د کب) پر خپلې فیسبوکپاڼې لیکلي، چې د طالبانو له خوا د ښوونځیو او علمي مرکزونو ورانول د افغان ماشومانو له راتلونکي سره دښمني ده.

نوموړي لیکلي: « د ښوونځیو سوځول او په بمونو ورانول یې په مورنۍ ژبه له تحصیل کولو او د افغان ماشومانو له راتلونکې سره دښمني ده.»

د بېلابېلو راپورونو او د حکومت د ادعاوو له مخې، وسله والو طالبانو په تېرو کلونو کې په بېلابېلو ولایتونو کې ځینې ښوونځي او علمي مرکزونه تر خپل برید لاندې راوستي. د حکومت د ادعاو پر بنسټ په دغو بریدونو کې ګڼ شمېر ښوونځي او علمي مرکزونه وران او زده کوونکو ته په کې مرګ ژوبله اووښتې.‏

طالبانو بیا بېلابېل وختونه دغه ډول ادعاوې رد کړې دي، خو تر دې مهاله یې د ښاغلي محب دې خبرو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.