هلمند کې د یو موټر چلوونکي جسد موندل شوی

اطلاعات روز: هلمند کې د طالبانو مسوولین خبر ورکوي، د دې ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې یې د یو موټر چلوونکي جسد په داسې حال کې موندلی چې په یوې برمې کې ځړیدلی و.

هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ريیس حافظ عبدالباري راشد وايي، چې یاد موټر چلوونکی شل ورځې وړاندې د ګرشک ولسوالۍ څخه نادرک شوی و او تېره ورځ (چهارشنبه، ۲ د کب) یې نوزاد ولسوالۍ کې جسد موندل شوی دی.

نوموړی زیاتوي، چې د «غلو» یوې ډلې یاد موټر چلوونکی د نوزاد ولسوالۍ څخه د واده د مراسمو په پلمه بیولی او بیا یې موټر ترې اخیستی او ډریور یې وژلی دی.

راشد د موټر چلوونکي د هویت په اړه څه نه دي ویلي، خو په وینا یې چې د هغه جسد په یوې برمه (ژوره څاه) کې ځړول شوی و.

د طالبانو د دغه مسوول په خبره چې د دې موټر چلوونکي د وژلو په تور يې دوه کسان نيولي دي.

هیواد کې د فقر، بې کاري او اقتصادي ستونزو له امله یو شمیر کسانو غلا او نورو جنایي جرمونو ته لاس اچولی دی.