اطلاعات روز: کونړ کې سیمهییزې سرچینې وایي چې «ناپېژانده وسلوالو» د کونړ ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې د پخواني جمهوري حکومت د سیمهییزو پولیسو یو مشر وژلی دی.
سرچینه زياتوي چې د سیمهییزو پولیسو دا مشر «علي محمد» نومېده او وړمه شپه (چهارشنبه،۲ د کب) شاوخوا یوه بجه د خاص کونړ ولسوالۍ په «شامکار» سیمه کې وژل شوی دی.
د سرچينې په وينا، نا پېژانده وسلوالو د علي محمد پر کور وسلوال برید کړی او هغه يې په خپل کور کې په ډزو وژلی دی.
د سرچینې په خبره، علي محمد د پخواني جمهوري حکومت پر مهال شپږ کاله دنده کړې وه او واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته پاکستان ته تللی و خو تازه خپلې سيمې ته تر ستنېدو وروسته ووژل شو.
تر اوسه د سیمهییزو پولیسو د دې مشر د وژل کېدو مسولیت چا نه دی منلی او نه هم کونړ کې ځايي طالب چارواکو په دې تړاو رسنیو ته څه ویلي.
واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته افغانستان کې د پخواني جمهوري نظام په سلګونو نظامي او ملکي کارکوونکي نیول شوي، بندیان شوي، شکنجه شوي او وژل شوي دي.