د ادارو د کارمندانو لپاره ديني او عقيدوي زده کړې؛ د طالبانو امر بالمعروف نوی زدکړييز نصاب توزيع کړ

اطلاعات روز: د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت خبر ورکړی چې د دې ډلې تر کنټرول لاندې د دولتي ادارو د کارمندانو لپاره يې د ديني او عقيدوي زده کړو نصاب توزيع کړی دی.

دا ډله هغو اداري کارمندانو ته چې په پخواني حکومت کې استخدام شوي، ديني زده کړې تدريسوي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلويزیون د دې ډلې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له خولې ليکلي، چې د دې وزارت سرپرست خالد حنفي د وزارتونو، خپلواکو رياستونو او عمومي ادارو د دعوت او ارشاد له رييسانو سره په غونډه کې د نوي درسي نصاب د توزيع خبر ورکړی دی.

حنفي په دې غونډه کې د دعوت او ارشاد له ټولو رييسانو غوښتي چې د تعليمي نصاب په تدريس کې له بشپړ اخلاصه کار واخلي.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر په وينا، دا تعليمي نصاب په ۳۴۱ پاڼو کې ترتيب شوی او زياته برخه يې د عقيدې او ايمان مسايل دي چې په ټولو ادارو کې تدريسېږي.

طالبانو په ټولو ادارو کې د دعوت او ارشاد په نوم يو رياست جوړ کړی چې د کارمندانو د ديني زده کړې او پر هغو د څار مسووليت لري.

دا رياستونه د ديني زده کړو په برخه کې د دولتي ادارو له کارمندانو ازموينه هم اخلي.

د ږیرې پرېښودل او خولۍ پر سر کول هغه لازمي چارې دې چې د دولتي ادارو پر کارمندانو وضع شوي او د دعوت او ارشاد مامورين يې نظارت کوي.