اطلاعات روز: د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د غونډې جوړېدو ته په غبرګون کې ويلي چې په سيمهييزو او نړيوالو غونډو کې د دې ډلې پر خلاف کېدونکې پرېکړي به عملي نشي.
ښاغلي مجاهد د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنۍ «ملي راډيو» ته ويلي چې د افغانستان په اړه هره کېدونکې پرېکړه که د طالبانو له لوري «د افغانستان د خلګو د ګټو او ارزښتونو خلاف» وګټل شي، عملي به نشي.
ده زياته کړې چې که په دې غونډو کې «د افغانستان او د دې هيواد د خلګو په ملاتړ په ځانګړې توګه د ډيپلوماټيکو اړيکو په پرمختګ کې کوم ګام اخيستل کېږي» طالبان به يې قدرداني وکړي.
په قطر کې د طالبانو د دفتر رييس سهيل شاهين هم ويلي چې دا ډله په خپل چوکاټ کې له نړۍ سره د تعامل غوښتونکې ده. دی وايي چې نړيواله ټولنه بايد له هغو اقداماتو ډډه وکړي چې د بې باورۍ او مسايلو د پېچلي کېدو لامل کېږي.
شاهين زياتوي چې د اختلافي مسايلو د حل لپاره بايد نړيواله ټولنه د طالبانو نظر او موقف په نظر کې ونيسي.
ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا نن (دوشنبه، ۷ د سلواغې) په يوه غونډه کې د افغانستان وضعيت وارزوي.
دا غونډه د تړلو دروازو تر شا کېږي او د اجنډا په اړه يې جزييات نه دې خپاره شوي.
دا غونډه په دوحه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په کوربتوب د افغانستان په چارو کې د هيوادونو د ځانګړو استازو تر دويمې غونډې وروسته کېږي.
په دې غونډه کې د هيوادونو ځانګړو استازو د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له حکم سره سم د «افغانستان د خپلواکې ارزونې» وړانديزونه وارزول خو ويې نشوای کولای چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکنې په اړه توافق وکړي.
طالبانو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له ټاکل کېدو سره مخالفت کړی دی او د دوحې په دويمه غونډه کې هم يې هم د خپلو شرطونو د نه منل کېدو له وجې ګډون ونه کړ.