له پامه لویدلي ولسونه؛ په خوست، کندهار او نورستان کې نیمګړي روغتیایي خدمات او ستونزې

د خوست، کندهار او نورستان ولایتونو اوسیدونکي په دولتي روغتونونو کې د درملو له کمښت، د ښځینه ډاکټرانو او د کافي امکانانو له نشتوالي سر ټکوي او تور پورې کوي چې په روغتونونو کې شته ډاکټران له ناروغانو سره ناسم چلند کوي.

خلک زیاتوي، د ولسوالیو په روغتیایي مرکزونو کې د ناروغ د ابتدايي معایناتو امکانات نشته، نو ځکه خو دوی اړ دي چې خپل ناروغ د ولایت دولتي روغتون او یا هم یو خصوصي روغتون ته یوسي ترڅو درملنه یې وشي.

خو، د دې ولایتونو اوسیدونکي په دولتي روغتونونو کې د شته ستونزو ترڅنګ یو شمیر خصوصي روغتونونو او د ډاکټرانو شخصي کتنځایونو ته د تجارت نوم ورکوي او وایي، اقتصاد یې کمزوری او د دې توان نه لري چې د ډاکټرانو لوړ فیسونه ورکړي او ترڅنګ یې ګران بیه درمل هم له هغه درملتون وپیري چې اړوند ډاکټر ورته د شفري نسخې لیکلو وروسته په نښه کړی دی.

د خوست په ملکي روغتون کې خلک شکایت کوي چې دغلته ناروغانو ته سمه پاملرنه نه کېږي او درمل هم کم دي انځور: خوست کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست

د امکاناتو او درملو کموالی او د ښځینه ډاکټرانو نشتون

د خوست، کندهار او نورستان خلک د ولسوالیو او ولایتونو په روغتونونو کې د کافي امکاناتو او درملو نشتون یوه جدي ننګونه بولي او وایي، د خلکو د نفوسو زیاتوالي سره په روغتیایي مرکزونو کې د امکاناتو زیاتوالي ته هیڅ پام نه دی شوی.

د خوست د مرکز «غرشينې» سيمې اوسېدونکي رحمت الله اطلاعات روز ته وويل، د دې ولایت په ملکي روغتون کې امکانات کم او د ناروغانو شمېر دومره زيات شوی چې ناروغ لرونکي د خپلو ناروغانو لپاره عادي درمل هم له شخصي درملتونونو پيري.

د خوست ملکي روغتون چې ۱۵۰ بسترونه لري او هره ورځ ورته له مرکز او ځينو ولسواليو له ۶۰۰ ډېر ناروغان د درملنې په موخه مراجعه کوي.

رحمت الله زیاتوي، چې د خلکو اقتصادي ستونزو ته په پام سره دې د خوست ملکي او په ولسواليو کې نورو روغتيايي مرکزونو ته د درملو، روغتياپالانو او وسایلو اړتياوو د پوره کېدو لپاره ځانګړې پاملرنه وشي.

هغه وويل: «زه څو ورځې ملکي هسپتال ته ورغلی وم، په دوو ورځو کې زما په مخ کې پنځه کسان مړه شول د بېغورۍ د وجې، نو دلته امکانات ډېر کم دي روغتون ډېر لوی دی او ډاکټران هم په اخلاص خدمت نه کوي.»

د دغه ولايت يو بل اوسېدونکي حاجي داود هم په روغتون کې د امکاناتو او درملو کموالی جدي ستونزه يادوي او وايي، ملکي روغتون ته د خوست سربېره له ګاونډيو ولايتونو هم ناروغان د درملنې لپاره راوړل کېږي.

نوموړی همدا راز د ياد روغتون د بسترونو ډېرېدو غوښتنه هم کوي او وايي، د ناروغانو مراجعه ورځ تر بلې زياتيږي او بايد چې د بسترونو شمېر يې ۵۰۰ ته پورته شي.

خلک وایي، په روغتونو کې امکانات کم او هغه ډول چې لازمه ده ناروغانو ته رسیدګي نه کېږي

ورته مهال د کندهار خلک وایي، په دولتي روغتونونو کې د امکاناتو د نشتوالي له کبله اړ شوي چې خصوصي روغتونونو ته مراجعه وکړي، خو هلته ترې د یوې عادي ناروغۍ د درملنې لپاره زرګونه افغانۍ اخیستل کېږي.

د کندهار د پنجوایي ولسوالۍ اوسېدونکی ۵۷ کلن جمعه ګل وایي، کلي او ولسوالۍ کې ډاکټران او روغتیایي خدمات نه لري او ښار کې د عادي درملنې لپاره اړ دي ترڅو په لسګونه زره افغانۍ مصرف کړي.

د دې ولسوالۍ یو بل اوسیدونکي بشیر وویل، کندهار کې ناروغانو د بې وزلۍ له کبله میرویس حوزوي روغتون ته د درملنې په موخه مراجعه کوله، خو له کله چې یاد روغتون سره د درملو مرستې بندې شوي، خلک اړ دي خصوصي روغتونونو ته ولاړ شي.

دغه راز د نورستان د لېرې پرتو ولسوالیو ګڼ شمېر اوسېدونکي په دولتي روغتونونو کې د درملو له کمښت، د ښځینه ډاکټرانو له نشتوالي او نورو روغتیايي خدمتونو ته له نه لاسرسي شکایت کوي.

د نورستان د وانټ وایګل ولسوالۍ د «ژنچیګل» سیمې اوسېدونکی اعجازالحق چې خپله مېرمن یې د دغې ولسوالۍ مرکزي بازار کې یوه خصوصي روغتیایي کتنځای ته راوستې وایي، د یادې ولسوالۍ په روغتیایي مرکز کې د درملو او ښځینه ډاکټرانو نشتوالي له جدي ستونزو سره مخ کړي.

نوموړی زیاتوي، چې په دولتي روغتیایي مرکزونو کې د درملو د نشتوالي له امله اړ دي، چې خپل عادي ناروغان هم خصوصي روغتیایي مرکزونو ته ولېږدوي، چې دا چاره یې پر اقتصادي وضعیت ژور منفي اغېز پرېباسي.

اعجازالحق له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «د وانټ وایګل ولسوالۍ په مرکزي کلینیک کې دوا نشته، حتی عادي تابلېټ هم نه پیدا کېږي، که پیدا هم شي هر مریض ته ورکول کېږي، چې هېڅ په درد یې نه دوا کېږي، دلته متخصص ډاکټران هم نشته، ښځینه خو بېخي نشته، مونږ هر مریض شخصي ډاکټرانو ته وړو، چې دا راته سخت اقتصادي تاوان رسوي، هر وخت مو غږ پورته کړی، چې زمونږ صحي ستونزې حل کړئ، خو نه پخواني حکومت کې زمونږ غمه وخوړل شوه، نه د طالبانو برحاله رژیم کې.»

د نورستان د برګمټال اوسیدونکی جاوید هم د ورته ستونزو یادونه کوي او د طالبانو له حکومت او اړونده نړیوالو مرستندویه ادارو غوښتنه کوي، چې په یادو برخه کې دې بېړني ګامونه واخلي.

جاوېد له اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل: «زمونږ د برګمټال کلینیک کال مخکې یوې موسېسې جوړ کړ، خو وسایل یې کم دي، دوا په کې بېخي کمه ده، عادي دوا هم کمه پیدا کېږي.»

د نورستان د برګمټال ولسوالۍ روغتیایي مرکز. انځور: خواله رسنۍ

د روغتیاپالانو ناسم چلند او بې پروایي

په یادو درې ولایتونو کې د درملو او امکانانو له کموالي سربیره خلک شکایت کوي، چې په روغتونونو کې روغتیاپالان د ناروغانو سره ناسم چلند کوي او د درملنې پر وخت سپکې سپورې وایي.

د خوست اوسېدونکي د دغه ولایت په ملکي روغتون کې د روغتياپالانو له ناسم چلند په تنګ راغلي او وایي، د ښځينه روغتياپالو له خوا ناروغانو او ناروغ لرونکو ته سپکې سپورې ويل کېږي.

د صابر لکڼوال په نوم يو ناروغ لرونکي اطلاعات روز ته وويل: «خير که درمل نه وي له بازار څخه به يې واخلو، خو دلته چې څوک روغتون ته ناروغان راوړي د نرسانو او ښځينه ډاکټرانو له خوا ورته بد الفاظ کارول کېږي او وايي، چې مونږ له تاسو په تنګ راغلي يو، نو چې په تنګ وي بيا وظيفه د څه لپاره کوي، زمونږ دا غوښتنه ده چې مسوولين بايد اول خپلو کارکوونکو ته اخلاق ور زده کړي.»

ناروغان وایي، په دولتي روغتونونو کې یو شمیر روغتیاپالان د درملنې پر وخت ناسم چلند کوي. د نورستان ولایتي روغتون. انځور: استول شوی

د کندهار اوسیدونکي بیا په روغتونونو کې ډاکټران په بې پروایي تورنوي او وایي، چې د دې ولایت په دولتي او شخصي روغتونونو کې روغتیاپالان نه د ناروغانو په کیسه کې دي او نه هم ورسره سم چلند کوي.

د دې ولایت د پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکی ۴۸ کلن علي احمد وایي، په یو شمیر روغتونونو کې د صحي پرسونل د بې پروایي له کبله میندې او ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د دې ولسوالۍ بل اوسېدونکی بشير خان د یو شمیر نورو ستونزو د یادولو ترڅنګ وایي، چې په کلي کې د روغتيايي خدمتونو نشت له امله د درملنې لپاره ښار کې دولتي روغتیايي مرکزونو ته مراجعه کوي، خو په خبره یې چې دلته بيا ورسره د روغتيايي پرسونل لخوا ډيره ناوړه چلند کېږي.

د همدې ولسوالۍ یو بل اوسیدونکي جمعه ګل بیا وویل: «دلته ډاکټران او نرسان د ناروغ په کېسه کې لا نه وي، دولتي روغتون کې خو چې درملنه کوې لکه فقر يا خيرات چې ورڅخه غواړې، مجبوره ملت يو.»

دغه راز د نورستان د برګمټال ولسوالۍ د «پچیګرام» سیمې اوسېدونکی جاوېد نه یوازې دا چې د دې ولسوالۍ په روغتیایي مرکزونو کې د درملو او وسایلو له کمښت او ښځينه ډاکټرانو له نشتوالي شکایت کوي بلکې زیاتوي، چې د نارینه ډاکټرانو چلند هم له ناروغانو سره مناسب نه دی.

هغه وویل: «اوله کې چې د برګمټال کلینیک جوړ شو، دوا ډېره وه، خو اوس ورته پام نشته، ښځه ډاکټره نشته، نارینه متخصص ډاکټران هم نشته، ټول نرسان دي او مریضانو سره یې چال چلند هم ښه نه دی، هر وخت له مریضانو سره تنده رویه کوي، مریضان له سختو مشکلاتو سره مخ دي.»

د دې ولایت د واما ولسوالۍ اوسېدونکی ۴۰ کلن رحمت الله چې د دغه ولایت ولایتي روغتون ته یې خپله پنځه کلنه لور د درملنې په موخه راوستې د ډاکټرانو له ناسمې پاملرنې شکایت کوي.

هغه له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «درې ورځې کېږي، چې لور مې ولایتي شفاخانې ته راوستې، د سینه بغل مریضي لري، یوازې د تبې او درد ګولۍ ورکړي او یو سېروم یې کړی ورته، خو هېڅ نتیجه یې لا نه ده ورکړې، هر ډاکټر ته چې ورځو غم یې نه کوي، یو مو په بل، بل مو په بل سپاري، خدمت یې په نشت برابر دی، یوازې د تبلیغاتو لپاره وایي، چې مشکل نشتهؤ خو مشکلات ډېر دي او باید پام ورته وشي.»

خلک وایي، یو شمیر ډاکټران د خپلو درملو پلور او زیاتې ګټې کولو په موخه ناروغانو ته شفري نسخې لیکي. انځور: خواله رسنۍ

د ډاکټرانو شفرې نسخې او ګران بیه درمل

که څه هم د خوست او نورستان سربیره د هیواد له ګڼو ولایتونو د ډاګټرانو د شفري نسخو او ګران بیه درملو په اړه راپورونه خپاره شوي، خو کندهار کې بیا خلک وایي، چې په دې وروستیو کې دغلته ډاکټرانو په ناروغانو تجارت پېل کړی او د شفري نسخو لیکلو ترڅنګ ورته درمل په ګرانه بیه ورکوي.

د کندهار په مرکز او لېرې پرتو ولسوالیو کې خلک شکایت کوي، چې ډاکټران په خپلو شخصي کتنځایونو کې لوړ فیسونه اخلي، نسخې شفري لیکي او درمل له اړوند درملتون پرته بل ځای نه پیدا کېږي، چې دې چارې ناروغان سرګردانه کړي او درمل پرې په لوړه بیه پلورل کېږي.

کندهار د پنجوایي ولسوالۍ اوسېدونکی ۵۷ کلن جمعه ګل وایي، کلي او ولسوالۍ کې ډاکټران نه لري او ښار کې د عادي درملنې لپاره اړ دي لسګونه زره افغانۍ مصرف کړي.

جمعه ګل وويل: «په ښار کې ډاکټران د دوا په ځای خلکو ته زهر ورکوي هغه چې وخوري تر بد يې بدتر کړي، په ښار کې تداوي ګرانه ده، غريبان خو يې وس نه لري په پور او فقر يې سره برابرې کړو، خو هغه چې شفاخانې ته يې تحويل کړو ډاکټران راته وايي، مريض مو ښه کېږي، حوصله وکړئ، موږ يې سل په سله کې درته روغ رمټ کوو.»

دی زیاتوي، چې اوس مهال په دولتي روغتونونو کې شته ډاکټران ناروغانو ته شفري نسخې لیکي او اړوند درملتون ته یې لیږي، چې بیا هلته پرې د یوې نسخې درمل له دوه زرو څخه نیولې تر ۱۰ زرو افغانیو پورې پلورل کېږي.

جمعه ګل د طالبانو له حکومت غواړي چې په دولتي او خصوصي روغتيايي مرکزونو او د ډاکټرانو کتنځايونو کې د شفري نسخو پر لیکلو بندیز ولګوي.

دغه راز د پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکی اته څلوېښت کلن علي احمد وایي، له پخوا څخه دغلته د ناروغانو درملنه ګرانه شوې چې بې وزله او بې روزګاره خلک یې وس نه لري.

هغه وويل: «پخوا د ډاکټرانو فيسونه ۱۵۰ افغانۍ وو اوس ۲۰۰ افغانۍ اخلي، پخوا په شفاخانو کې دوا مفته ورکول کېده مګر اوس په بازار نسخې ورکوي هغه هم شفري دي، د عمليات مريض ته یې داسې شفري نسخه او دوا ورکړې چې هغه د مشخصې دواخانې بغير بل هيڅ څوک نه لري، ته باور وکړه زموږ د ورور عمليات يې وکړ دوا یې په ټول ښار کې د ډاکټر د دواخانې بغير بل ځای نه وه، نو غريبان خلک يو، د شي وس نه لرو.»

کندهار کې د میرویس حوزوي روغتون

د کندهار اوسیدونکی بشیر خان بیا وایي، ډاکټرانو پرې د شفري نسخو په لیکلو خپل تجارت روان ساتلی، چې په وینا یې په هغو درملو یې چې پخوا ۱۰۰۰ افغانۍ ورکولې اوس پرې ۵۰۰۰ افغانۍ ورکوي.

دغه راز کندهار کې ځايي ډاکټر سيف الله څپاند په دې اړه وایي، چې د ښار ډیری ډاکټران له ځايي درمل پلورونکو سره د قرارداد په شکل کار کوي چې په خبره يې ناروغ د اړوند درملتون پرته درمل نه شي موندلی.

هغه وویل: «ستونزه عمومي ده او حکومت يې بايد په عمومي ډول غم وخوري, د قراردادي ډاکټرانو ترڅنګ د ښو ډاکټرانو نوم هم بد دی، زه داسې ډاکټران پيژنم چې د دوا له شرکتونو سره قرارداد لري چې دومره درمل زه درته خرڅوم يا يې باسم تاسو به ماته دومره پيسې راکوئ یا …، انو باره په شفري نسخو کې يوازې د دغه شرکتو درمل ليکي.»

طالب مسوولین وخت ناوخت د اړوندو روغتیایي مرکزونو څخه لیدنه کوي او خلکو ته د ستونزو د حل په موخه ژمنې ورکوي. انځور: استول شوی

د طالب مسوولینو ځواب او ژمنې

بل لور ته په یادو ولایتونو کې طالب چارواکي په روغتیایي برخه کې د خلکو شکایتونه مني، خو وایي، چې یو شمیر ستونزې یې حل کړي او د نورو د حل ډاډ ورکوي.

د خوست ولايت په ملکي روغتون کې د ناروغانو د شکایتونو په اړه طالب مسوولین وایي، هغه امکانات چې دوی يې په واک کې لري په کار اچولي او د درملنې خدمات يې دوامداره ساتلي دي.

دغه روغتون ته څو ورځې وړاندې د طالبانو د کورنيو چارو سرپرست سراج الدين حقاني هم ورغلی و او د ياد روغتون له خدماتو يې له نږدې ليدنه کړې.

حقاني د ملکي روغتون له روغتياپالانو او مسوولينو غوښتنه کړې، چې ناروغانو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او له شته امکاناتو دې پر وخت ګټه پورته کړي.

د دغه ملکي تخصصي روغتون ریيس ډاکټر سخي سردار له سراج الدين حقاني سره په ملکي روغتون کې د ليدنې پرمهال ويلي، چې ياد روغتون پخوا د ۱۰۰ بسترونو  په درلودلو سره د ۵ سوه زره نفوسو لپاره جوړ شوی و، خو اوس دغه نفوس ۲ ميليونو څخه هم ډېر شوی او امکانات يې لاهم د پخوا په څېر دي.

نوموړي ویلي، چې دوی په اوسط ډول هره ورځ يوازې ۲۵۰ بستر ناروغان لري او په خبره يې چې په روغتون کې يې خپلې اړتياوې له سرپرست وزير سره هم شريکې کړې دي.

د خوست ملکي روغتون څخه د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني لیدنه. انځور: خوست کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست

په کندهار کې بیا د طالبانو مسوولین وایي، چې دغلته یې د شفري نسخو د مخنیوي په موخه هڅې پېل کړي او یو شمیر ډاکټرانو ته یې لازمې سپارښتنې کړې دي.

په دې ولایت کې د روغتيا رياست اړوند د طالبانو د قوانينو او بررسۍ عمومي مدير عبدالرحمن حبيبي وایي، کندهار ښار کې يې د شفري نسخو د مخنيوي لپاره کمېټه ټاکلې چې وخت پر وخت خپل نظارت ترسره کوي.

هغه وویل: «دلته موږ کمېټه لرو چې روزانه بررسي کوي، که کوم ځای کې يو ډاکټر شفري نسخې ليکي، نو بيا يې کمېټه ګوري ارزيابي کوي يې وروسته که کمېټې تثبیت کړ چې دا ډاکټر شفري نسخه ليکي د دریو ورځو لپاره یې معاينه خانه بندوي او مطالق دی کار نه شي کولای، تهد ورڅخه اخلو چې بيا به اينده کې دا کار نه کوي.»

د نوموړي له قوله چې ډير شمېر ډاکټران يې د شفري نسخو ليکلو له کبله راغوښتي او ورته يې د سمې نسخې ليکلو سپارښتنې کړې دي.

دغه راز د نورستان د عامې روغتیا ریاست لپاره د طالبانو چارواکي مني، چې خلک روغتیایي ستونزو سره مخ دي، خو زیاتوي چې د پخوا په پرتله په دې ولایت کې د روغتیایي ستونزو د حل لپاره د پام وړ کار شوی.

د دې ولایت د عامې روغتیا ریاست لپاره د طالبانو ویاند سمیع عمر وایي، د دغه ولایت په ولایتي روغتون او د ولسوالیو په روغتیایي مرکزونو کې هره ورځ د لسګونو ناروغان درملنه کېږي او هڅه کوي، چې شته ستونزې هم هوارې کړي.

 نوموړي وویل: « د نورستان په ولایتي شفاخانه کې چې دولس بستره دي هره ورځ له پنځوسو ډېرو او د هرې ولسوالۍ په روغتون کې تر شلو د ناروغانو تداوي کېږي، مونږ ته وزارت ډاډ راکړی، چې د ولسوالیو په کلینیکونو کې د ښځینه ډاکټرانو د نشت او درملو د کمښت ستونزه حل کوي.»

نورستان کې ډېری لرې پرتې سیمې د غرونو په لمنو کې پرتې دي، چې ډېر شمېر اوسېدونکي یې له روغتیایي خدمتونو بې برخې دي، خو په دې ولایت کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست وایي، چې د غره ییزو سیمو اوسېدونکو لپاره یې ګرځنده روغتیایي ډلې ګمارلي هغه څه چې ځایي خلک یې د روغتیایي ستونزو د حل په برخه کې پاتې بولي.

موږ هڅه وکړه، چې د خوست، کندهار او نورستان په روغتیایي مرکزونو کې له ناروغانو سره د ډاکټرانو د ناسم چلند په تړاو د طالب مسوولینو او د شته ډاکټرانو نظر هم ولرو، خو له دوامدارو هلو ځلو سره سره بیا هم ونه توانېدو، چې د هغوی ښکاره دریځ ترلاسه کړو.

د هیواد د نورو ولایتونو سربیره د خوست، کندهار او په ځانګړي توګه د نورستان خلک نیوکه کوي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغې ډلې د ولس سره په شویو ژمنو عمل نه دی کړی او دوی د تېر په څېر له هره پلوه له ستونزو سره مخ دي.